اسلام آباد 10 جولائي (اے پي پي) د روغتيا وفاقي وزير مصطفیٰ کمال ويلي چې د صحت بنيادي مرکزونه د رنځونو درملنو٬ زچګي او د بنيادي طبي مرستې په رسولو كښې كليدي كردار لوبوي، تر دې دمه 14 زره 500 نه زياتو كسانو د ټېلي مېډيسن سېنټرز د لارې طبي مشاورت او درملنې ترلاسه كړي دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د پهلګراں د صحت بنيادي مرکز ډيجيټلائزډ هېلتھ …
د صحت بنيادي مرکزونه د رنځونو درملنو او د بنيادي طبي مرستې رسولو كښې كليدي كردار لوبوي: وفاقي وزير مصطفیٰ کمال

مزید خبریں
اسلام آباد 10 جولائي (اے پي پي) د روغتيا وفاقي وزير مصطفیٰ کمال ويلي چې د صحت بنيادي مرکزونه د رنځونو درملنو٬ زچګي او د بنيادي طبي مرستې په رسولو كښې كليدي كردار لوبوي، تر دې دمه 14 زره 500 نه زياتو كسانو د ټېلي مېډيسن سېنټرز د لارې طبي مشاورت او درملنې ترلاسه كړي دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د پهلګراں د صحت بنيادي مرکز ډيجيټلائزډ هېلتھ سېنټر كښې د بدلولو منصوبې پرانستې په موقع وكړه۔ د صحت وفاقي وزارت له مخې د هېلتھ کېئر ډيجيټلائزېشن پروګرام په لړ كښې د اسلام آباد پهلګراں د صحت بنيادي مرکز په ډيجيټلائزډ هېلتھ سېنټر كښې بدل كړے شوے۔ وفاقي وزير مصطفیٰ کمال په دې موقع د پرانستې دستورې ته وېنا هم وكړه۔ ده ووئيل چې نن د نهم ټيلي ميډيسن سينټر پرانسته كوو كوم چې اولس ته د جديد او معياري طبي سهولتونو وركولو پلو يو اهم پېشرفت دے۔ ده ووئيل چې د صحت سهولت پروګرام له مخې ګرد هېواد كښې 9,502 بيډز او د 44 روغتونونو اضافه شوې ده۔ ده ووئيل چې د وزيراعظم په خاص پاملرنه د څلورو كالو راهسې معطل د صحت سهولت پروګرام بيا فعاله كړې شوې چې له مخې ئې وګړي تر لس لكه روپو د درملنې سهولت ترلاسه كولې شي











