اسلام آباد 10 جولائي (اے پي پي) نائب وزيرِاعظم / خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار په 12 او 13 جولائي اسلام آباد كښې كيدونكي د اسلامي مرستي تنظيم (او آئي سي) د ميرمنو په اړه د 9م وزارتي کنفرنس تيارو جاج اخستلو لپاره د اعلیٰ پايې كمېټۍ 8مي غونډه مشري وكړه۔د جمعې په ورځ د خارجه دفتر له مخې په غونډه كښې د کنفرنس د حتمي تيارو تفصيلي جاج …
د نائب وزيرِاعظم اسحاق ډار په مشرۍ كښې غونډه، اسلام آباد كښې د مېرمنو په اړه د او آئي سي 9م وزارتي کنفرنس د تيارو جاج واغستے شو
اسلام آباد 10 جولائي (اے پي پي) نائب وزيرِاعظم / خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار په 12 او 13 جولائي اسلام آباد كښې كيدونكي د اسلامي مرستي تنظيم (او آئي سي) د ميرمنو په اړه د 9م وزارتي کنفرنس تيارو جاج اخستلو لپاره د اعلیٰ پايې كمېټۍ 8مي غونډه مشري وكړه۔د جمعې په ورځ د خارجه دفتر له مخې په غونډه كښې د کنفرنس د حتمي تيارو تفصيلي جاج واخستلے شو۔ د بشري حقونو سيکرټري د کنفرنس پروګرام، غير ملکي پلاويو آسانيو، پروټوکول، سکيورټي، لاجسټکس، ميډيا انتظامات او بين الوزارتي رابطو سره د اړوندو انتظاماتو په اړه بريفنګ وركړو۔ دغسې چې کنفرنس په ښه ډول او كاميابۍ سره باوري شي۔ نائب وزيرِاعظم د اړوندو چارواكو محنت او هڅي ستائلو سره سپارښتنه وكړه چې ټولي نړۍ څخه دې مهم کنفرنس كښې ګډون لپاره راتلونكو پلاويو له ټولې ممكنه آسانۍ وركړې شي او هغوي ته دې بشپړ هركلې ووئيلې شي۔ په غونډه كښې د قانون وفاقي وزير ، د وزيرِاعظم خاص مرستيال طارق باجوه، خارجه سيکرټري ، د بشري حقونو سيکرټري او اړوندو وزارتونو نور سينئر چارواكو ګډون وكړو۔











