اسلام آباد 10 جولائي (اے پي پي) نېشنل ډيزاسټر مېنجمنټ اتھارټي (اين ډي ايم اے) د هېواد شمالي سيمو كښې د سخت موسمي صورتحال، لېنډ سلائيډنګ او سېلاب (فلېش فلډ) هائي الرټ جاري کړے دے او سېلګرو ته يۍ د غير ضروري سفر څخه د دډې كولو تاکيد کړې۔ د اېن ډي اېم اے اېن اي او سي د اړخه 11 نه تر 13 جولائي شمالي سيمو كښې د …
اېن ډي اېم اے د هېواد شمالي سيمو كښې د سخت موسمي صورتحال، لېنډ سلائيډنګ او سبلاب هائي الرټ جاري کړو
اسلام آباد 10 جولائي (اے پي پي) نېشنل ډيزاسټر مېنجمنټ اتھارټي (اين ډي ايم اے) د هېواد شمالي سيمو كښې د سخت موسمي صورتحال، لېنډ سلائيډنګ او سېلاب (فلېش فلډ) هائي الرټ جاري کړے دے او سېلګرو ته يۍ د غير ضروري سفر څخه د دډې كولو تاکيد کړې۔ د اېن ډي اېم اے اېن اي او سي د اړخه 11 نه تر 13 جولائي شمالي سيمو كښې د لېنډ سلائيډنګ الرټ جاري کړے شوے دغسې 10 نه تر 14 جولائي ګلګت بلتستان، خېبر پښتونخوا او آزاد کشمير غريزه سيمو كښې سمدستي سېلاب او خوړګو كښې د سېلاب اندېښنه څرګنده شوې۔ د اېن ډي اېم اے وياند له مخې د زيات شوې درجه حرارت او بارانونو له امله ګليشيائي واديانو كښې سمدستي د سېلابونو خطر زياتيدے شي۔په دې لړ كښې سوات،اشکومان، هنارچي، ترسات هنډور، التر، اوير، چينټر، ګوپيس، ياسين، روشان، هاکيس، چتيبوئي، ټھلو-1 او 2، ريشون، بريپ، بوني، سردار ګول، پنډورو چاټ، خپلو، هسپر-هپر، غلکن ٬ ګلتنګ او نورې شا او خوا سيمي زياتې حساسې ګرځولې شوي۔دې نه ځانله ګلګت بلتستان، آزاد کشمير، مري، مانسهره، ايبټ آباد كښې او په قراقرم هائي وے د لينډ سلائيډنګ او كمرو راپريوتو اندېښنه ده۔











