ګورنر فېصل كريم كنډي سره د نادرا چيئرمين وليدل

  اسلام آباد 10 جولائي (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي سره د نادرا چيئرمين ليفټيننټ جنرال محمد منير افسر په اسلام آباد كښې ليدلي٬ په دې موقع په صوبه كښې د نادرا سهولتونو او د سټيزن فيسيليټيشن سينټرز (سي ايف سي) په اړه د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د جمعې په ورځ د ګورنر آفس لخوا د جاري بيان له مخې په ملاقات كښې په دې …

 

اسلام آباد 10 جولائي (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي سره د نادرا چيئرمين ليفټيننټ جنرال محمد منير افسر په اسلام آباد كښې ليدلي٬ په دې موقع په صوبه كښې د نادرا سهولتونو او د سټيزن فيسيليټيشن سينټرز (سي ايف سي) په اړه د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د جمعې په ورځ د ګورنر آفس لخوا د جاري بيان له مخې په ملاقات كښې په دې خبره زور رواړلې شو چې د صوبې په لرې پرتو سيمو كښې د نادرا سينټرز دائره کار دې لا پراخه كړې شي دغسې چې وګړو ته د شناختي کارډ په وصولے كښې آسانۍ ترلاسه شي۔ په دې موقع ګورنر ته ووېيل شول چې صوبائي حكومت په ډي آئي خان سټي  كښې نادرا سينټر لپاره زمكه وركړې ده۔د ملاقات په مهال د اړوند چارو پشمول په بېلو چارو هم دخيالاتو څرګندونه وشوه۔