اسلام آباد۔ 10 جولائی (اے پی پی) اسلام آباد کیپیټل ټېرېټری پرائیویټ اېجوکیشنل انسټی ټیوشنز ریګولیټری اتھارټی په اسلام آباد کیپیټل ټیریټری كښې ورچوئل (آن لائن) سکولونو لپاره د يو بشپړ رېګولېټری فرېم ورک منظوری وركړې ده٬ كوم چې پاکستان كښې ډیجیټل تعلیم ته وده وركولو پلو يو مهم ګام دے۔ د دې فرېم ورک د لارې په اولني ځل د آن لائن او ورچوئل سکولونو رجسټرېشن، رېګولېشن، نګرانۍ او …
پیرا په اسلام آباد كښې ورچوئل (آن لائن) سکولونو لپاره د رېګولېټري فرېم ورك منظوري وركړه
اسلام آباد۔ 10 جولائی (اے پی پی) اسلام آباد کیپیټل ټېرېټری پرائیویټ اېجوکیشنل انسټی ټیوشنز ریګولیټری اتھارټی په اسلام آباد کیپیټل ټیریټری كښې ورچوئل (آن لائن) سکولونو لپاره د يو بشپړ رېګولېټری فرېم ورک منظوری وركړې ده٬ كوم چې پاکستان كښې ډیجیټل تعلیم ته وده وركولو پلو يو مهم ګام دے۔ د دې فرېم ورک د لارې په اولني ځل د آن لائن او ورچوئل سکولونو رجسټرېشن، رېګولېشن، نګرانۍ او معيار باوري كولو له يو باقاعده او منظم نظام معارفي كړے شوے دے ، د كوم اطلاق به چې په هغه ادارو كيږي كوم چې تر هائیر سېکنډری كچې تعليم وركوي۔ د دې نوې پالېسۍ مقصد معياري تعليم ته يو برابر لاس رسي زياتول دي٬ په خاص توګه داسې كوچنيانو له كوم چې سكولونو څخه بهر دي ٬ په لرې پرتو سيمو كښې ژوند كوي ٬ خصوصي ضرورتونه لري ٬ يا د ملازمت يا نور مصروفيت له امله په روايتي سكولونو كښې زده كړې ترلاسه كولې نه شي٬ يا كوم هم جغرافيائي ٬ مالي يا جسماني ستونزې سره مخ دي۔ دې سره به دا خبره باوري شي چې كوم كوچنې به زده كړو څخه محروم پاتے نه شي۔ په دې فرېم ورك كښې سخت اقدامات شامل كړې شوي دي په كومو كښې چې استاذانو له د ډیجیټل تدریس لازمی تربیه، د محفوظ لرننګ مېنجمنټ سسټم (LMS) كارول ، د سائبر سکیورټی تقاضې، مسلسل تعلیمی نګرانی، قومی نصاب سره مطابقت، معیاری امتحانی نظام، د زده كوونكو خېر ښېګړه او د ډېټا د تحفظ اقدامات ٬ مؤثر نګرانی او تعمیل باوري كولو له پیرا ته ریډ اونلی (Read-only) رسنه باوري كول شامل دي۔ د آئي سي ټي پيرا چيئرمېن ډاکټر غلام علی ملاح ووئيل د دې فرېم ورک منظوری د پاکستان تعلیمی نظام په مسؤولانه ډول په ډیجیټل بنيادونو اودرولو پلو يو مهم پېشرفت دے۔ ده ووئيل اګرچه فېډرل بورډ آف انټرمېډېټ اېنډ سېکنډری ایجوکیشن (FBISE) وړاندې څخه د آن لائن سكولونو د زده كوونكو امتحانانونه تابيا كوي بياهم په دې څانګه كښې معیار، شفافیت، احتساب او یکسانیت باوري كولو له يوې بشپړه رېګولېټری پالېسۍ ته سخته اړتيا ده۔ ډاكټر غلام علي ملاح زياته كړه چې دا ریګولېټری فرېم ورک به نورو صوبو او سيمو لپاره هم يوه مثالي نمونه ثابت شي۔ ده په دې خبره زور راوړو چې مناسب حفاظتی اقدامات او مضبوطې نګرانۍ سره ټېکنالوجی زده كړو ته لاس رسي زياتولو ، معیاری تدریس ته وده وركولو او هېواد كښې د خواندګۍ شرح زياتولو له مؤثر ذريعه ثابتېدې شي۔ ډاکټر غلام علی ملاح د تعليم او پېشه ورانه تربيې وفاقي وزارت خصوصي مننه كولو سره ووئيل د دې مهم پالېسي دستاوېز په تيارۍ كښی پرله پسې لارښودنه ، ډاډګيرنه او په هره كچه مرسته كليدي حېثيت لري۔ ده ووئيل دا رېګولېټری فرېم ورک د دې عزم څرګندونه كوي چې پيرا د زده كړو په څانګه كښې جدت مؤثر ګورننس، اعلیٰ معیار، شفافیت او د زده كوونكو تحفظ سره هم آهنګ كولو او د سباؤن د غوښتنو له مخې تعليمي موقعې وركولو له به خپلې هڅې روانې ساتي۔











