د نائب وزيراعظم په مشرۍ كښې غونډه ٬ منظور كړې شوي سفارشات به وزيراعظم ته وړاندې كولې شي

اسلام آباد۔10جولائی(اے پی پی) حكومتي كاركردګي ښه كولو له اصلاحاتي سفارشاتو ته حتمي شكل وركړے شوے دے۔ د نائب وزيراعظم / خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار په مشرۍ كښې حكومتي كاركردګۍ كښی بهترۍ له د كمېټۍ غونډه په اسلام آباد كښې وشوه ، په كومه كښی چې د سركاري نظام لا مؤثر او عصري جوړولو له د اصلاحاتي وړاندېزونو جاج واغستے شو۔ د جمعې په ورځ د خارجه دفتر وياند …

اسلام آباد۔10جولائی(اے پی پی) حكومتي كاركردګي ښه كولو له اصلاحاتي سفارشاتو ته حتمي شكل وركړے شوے دے۔ د نائب وزيراعظم / خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار په مشرۍ كښې حكومتي كاركردګۍ كښی بهترۍ له د كمېټۍ غونډه په اسلام آباد كښې وشوه ، په كومه كښی چې د سركاري نظام لا مؤثر او عصري جوړولو له د اصلاحاتي وړاندېزونو جاج واغستے شو۔ د جمعې په ورځ د خارجه دفتر وياند لخوا د جاري شوي بيان له مخې په غونډه كښې د 5 ذېلي وركنګ ګروپس لخوا په وړاندې كړې شوو سفارشاتو بشپړ غور وكړے شو او هغې ته حتمي شكل وركړے شو۔ په دې وړاندېزونو كښې د وفاقی سېکرېټرېټ تنظیمِ نو، ای آفس د عصري فېصله سازۍ نظام كښې بدلول ، اېم اېس ونګ كښې اصلاحات ، د كاركردګۍ جائزه رپورټ نظام ښه كول او د ټولو حكومتي ادارو ترمينځه بشپړه تګلارې ته وده وركول شامل دي۔ د كمېټۍ منظور كړې شوي سفارشات به لا غور او منظورۍ له وزيراعظم ته وړاندې كولې شي۔ په غونډه كښې د پټروليم او آئي ټي وټېلي كام وفاقي وزيرانو ٬ د وزيراعظم خصوصي مرستيال طارق باجوه ٬ د كابينه ٬ اسټېبلشمنټ ٬ اقتصادي چارو او ټېلي كام وفاقي سېكترانو او نورو اړوندو چارواكو ګډون وكړو۔