کوئټه 09 جولائي (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار او د کروشيا خارجه وزير اروپائي چارو وزير ډاکټر ګورډن ګرليچ ريډمين ترمېنځه په ملاقات كښې د دوه اړخيزه مرستی لا قوي كولو لپاره د مشتركه عزم پخلې شوے٬ دواړو هېوادونو دا د پاكستان او كروشيا اړيكو لا زياتولو لپاره مهمه موقع ګرځولی او د اعليٰ كچ روابط په رسمي توګه د جاري ساتلو …
د نائب وزيراعظم سينيټر محمد اسحاق ډار او د کروشيا خارجه وزير خارجه ډاکټر ګورډن ګرليچ ريډمين ملاقات٬ په مشتركه اعلاميه كښې دوه اړخيزه مرسته لا قوي كولو لپاره د شریک عزم پخلی

مزید خبریں
کوئټه 09 جولائي (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار او د کروشيا خارجه وزير اروپائي چارو وزير ډاکټر ګورډن ګرليچ ريډمين ترمېنځه په ملاقات كښې د دوه اړخيزه مرستی لا قوي كولو لپاره د مشتركه عزم پخلې شوے٬ دواړو هېوادونو دا د پاكستان او كروشيا اړيكو لا زياتولو لپاره مهمه موقع ګرځولی او د اعليٰ كچ روابط په رسمي توګه د جاري ساتلو او تجارت، سرمايه کارۍ، ترقۍ، موسمياتي بدلون، سېلګري، بنيادي ډھانچه، آئي ټي، د بندرځايونو مرسته او په نورو څانګو كښې په شريكو مفادو اډانه همكارۍ ته ودی وركولو له یي د عزم څرګندونه کړی۔ د زيارت په ورځ د خارجه دفتر لخوا د جاري بيان له مخې په اعلاميه كښې ووئيل شول چې د پاکستان نائب وزيراعظم سينيټر محمد اسحاق ډار په بلنه د کروشيا خارجه وزير ډاکټر ګورډن ګرليچ ريډمين په 9 جولائي د اسلامي جمهوريه پاکستان سرکاري دوره كړې او نائب وزيراعظم په اسلام آباد كښې د ګران مېلمه هركلے كړے٬ د دواړو مشرانو ترمېنځه د پلاويو په كچه تفصيلي مذاكرات شوي٬ د اعلاميه له مخې دواړو مشرانو د پاکستان-کروشيا د اړيكو د ټولو اړخونو جاج اخستې او سياسي و اقتصادي رابطو لا مستحكمولو لپاره اقداماتو ته سلا شوي۔ د اعلاميه له مخې دواړه هېوادونه د تجارت، سرمايه کارۍ، ترقۍ، زراعت، د افرادي قوت موبائلټي، ويزه سهولت، تعليم، دفاع، موسمياتي بدلون، سېلګري، بنيادي ډھانچه، انفارميشن ټيکنالوجي او د بندرځايونو مرستې پشمول د شريكې خوښې په څانګو كښې به مرسته زياتوي٬ دا د كروشيا د خارجه وزير د پاکستان وړومبۍ سركاري دوره ده كومه چې د دواړو هېوادونو د سفارتي اړيكو په تاريخ كښې د يو نوي باب پېل دے۔ د اعلاميه له مخې دوه اړخيزه تجارت اوس هم د حقيقي صلاحيت نه ډېر كم دے خو تجارتي حجم كښې د اضافه رجحان دے۔ ده ووئيل دواړٶ هېوادونو اقتصادي اړيكې بيا فعاله كولو له سلا كړې ده چې پكښې مشتركه مفادو لپاره د کاروباري ادارو ترمېنځه روابطو ته وده وركول هم شامل دي۔ ده ووئيل چې د دواړو هېوادونو نجي څانګې او كاروباريان نزدې راوستلو لپاره په سباٶن كښې بزنس ټو بزنس تجارتي فورم كولو په منصوبې هم غور وشو۔ د اعلاميه له مخې دواړو ډلو د دوه اړخيزه سياسي مشاورت په اړه د مفاهمت يادداښت په بشپړه توګه د فعاله كولو پرېكړې شوې ده او د دې مشاورت وړومبۍ پړاٶ به سږ كال يا په 2027 په پېل كښې كولې شي٬ دواړو مشرانو په اسلام آباد كښې د کروشيا ويزه پراسيسنګ مرکز جوړولو لپاره مشتركه هڅې د لا ګړندې كولو اعلان وكړو٬ دا مهال د پاکستاني درخواست كوٶنكي د ويزے پراسيسنګ لپاره ايران ته ځي ۔ د اعلاميه له مخې کروشيا اولسي روابطو ته ډېر اهميت وركوي او غواړي چې د پاکستان وګري هم په پاكستان كښې د ويزے درخواستونه جمع كړې شي دغسې چې بهر سفر ضرورت پاتې نه شي۔ ده ووئيل چې کروشيا ډېر زر دا سهولت جوړول غواړي۔ د مذاکراتو په مهال نائب وزيراعظم د کروشيا پلاوي د جمو و كشمير د اوږدې مودې شخړې او په غزه كښې د جاري صورتحال نه خبر كړو او تجويز ئې وړاندې كړو چې په نيويارك كښې د ملګرو ملتونو د جنرل اسمبلۍ په راتلونكي غونډه كښې د امن هلې ځلې دې بيا فعاله كړې شي۔ ده د سندھ طاس تړون په يو اړخيزه توګه معطل ساتلو د هند په اقدام هم د تشويش څرګندونه وكړه او دوست هېوادونو ته ئې اوبه د وسلې جوړولو عمل خاتمه كښې د كردار لوبولو اپيل وكړو۔ په د اعلاميه كښې ده د كروشيا پلاوي په افغانستان كښې د ترهه ګرو نيټ ورکس چې پكښې ټي ټي پي او بي ايل اے شامل دي د رامخئ ته سکيورټي چيلنجونو څخه هم خبر كړو٬ دواړو ډلو د يوکرين په صورتحال هم د خيالاتو څرګندونه وكړه او د نړيوال قانون له مخې د شخړې په د هواري په ضرورت ئې زور رواړو۔ د اعلاميه له مخې چې پاکستان لپاره د اروپائي ائتلا جي ايس پي پلس سکيم د پاکستان-اروپائي ائتلاف اقتصادي مرسته اهمه ستن ده٬ ده ووئيل هر څو كه نوې جي ايس پي پلس ضابطه د جنورۍ وړومبې نيټې كال 2027 څخه نافذ العمل كېدونكې ده، پاکستان د كال 2027 په پېل كښې بيا درخواست وركولو لپاره د تيارۍ عمل پېل كړے دے ۔ د اعلاميه له مخې د ملګرو ملتونو په سلامتي كونسل كښې د پاکستان د فعال کردار هركلے وكړو او د اوسنيو سفارتي هلو ځلو ئې ستائنه وكړه۔ ده ووئيل مونږ په خاص توګه د پاکستان د ھغه سفارتي هلو ځلو ستائنه كوٶ د كومو په نتيجه كښې چې د امريكې او ايران ترمېنځه د شخړې خاتمې لپاره تاريخي اسلام آباد مفاهمتي يادداشت (Islamabad MoU) رامخې ته شوې۔ اسلام آباد د “امن او سفارت کارۍ ښار” ګرځولو سره د كروشيا خارجه وزير د نائب وزيراعظم محمد اسحاق ډار د تود هركلي او مېلمستيا مننه وكړه۔ ده د دې اميد څرګندونه وكړه چې زما دوره به د دواړو هېوادونو اريكې لا قوي٬ تجارت او سرمايه كاري زياتولو او د مرستې نوې لارې لټولو كښې مرستياله ثابت شي۔ ډاکټرګورډن ګرليچ ريډمين د دې اميد څرګندونه وكړه چې د دواړو هېوادونو ترمېنه دا دوستي او د نتيجې وړ مكالمه به په راتلونكي وخت كښې د شريكې خوشحالۍ او مضبوطو اړيكو ته د ودې وركولو سبب جوړ شي۔










