کوئټه 09 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف په بلوچستان كښې امن د پاکستان استحکام، ترقۍ او خوشحالۍ لپاره ضروري ګرځولو سره واضحه كړی چې د پاکستان دښمنانو لخوا په هېواد كښې د زړه پورې سفر٬ پرمختګ او د خوشحالۍ د لارې نيولو هڅې به په هېڅ صورت كاميابۍ له نه وركوٶ، د بلوچستان سلامتيا ته زيان رسوٶنكو د كورنو او بهرنو ترهګرو نېټ وركس به چقولې شي۔ …
د پاکستان دښمنانو لخوا په هېواد كښې د زړه پورې سفر٬ پرمختګ او د خوشحالۍ لارې نيولو هڅې به په هېڅ صورت كاميابۍ له نه وركوٶ۔ وزيراعظم محمد شهباز شريف

مزید خبریں
کوئټه 09 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف په بلوچستان كښې امن د پاکستان استحکام، ترقۍ او خوشحالۍ لپاره ضروري ګرځولو سره واضحه كړی چې د پاکستان دښمنانو لخوا په هېواد كښې د زړه پورې سفر٬ پرمختګ او د خوشحالۍ د لارې نيولو هڅې به په هېڅ صورت كاميابۍ له نه وركوٶ، د بلوچستان سلامتيا ته زيان رسوٶنكو د كورنو او بهرنو ترهګرو نېټ وركس به چقولې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ په بلوچستان كښې د امن و امان په مجموعي صورتحال د بريفنګ په مهال وكړه۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف د چيف آف آرمي سټاف و چيف آف ډيفنس فورسز فيلډ مارشل سيد عاصم منير (نشان امتياز ملټري، هلال جرات)، د اقتصادي چارو وزير احد خان چيمه ، وفاقي وزير عطاءالله تارړ او رانا ثناء الله سره د كوئټه دوره كړې٬ په دې موقع د بلوچستان ګورنر جعفر خان مندوخيل او وزيراعليٰ مير سرفراز بګټي هم موجود وو۔ وزيراعظم ته د بلوچستان دامن و امان په مجموعي صورتحال تفصيلي بريفنګ وركړې شو چې پكښې په خاص توګه د ترهګرۍ په اوسنيو پېښو، جاري انټيلي جنس بيسډ آپريشنز او د صوبې د اولس تحفظ او سلامتيا لپاره د پاك پوځ او قانون نافذ كوٶنكو ادارو اقداماتو پلو پام وګرځولې شو٬ وزيراعظم د فرض په لاره كښې عظيم قربانۍ وركٶٶنكو شهيدانو ته پېرزوئنې وړاندې كړې او د دوي كورنيو سره ئې د يووالي څرګندونه وكړه۔ ده د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د پاك پوځ٬ قانون نافذ كوٶنكو ادارو او د بلوچستان اولس سره د قام د غېر متزلزل ملاتړ پخلې وكړو۔ وزيراعظم په دې په خبره زور رواړو چې په بلوچستان كښې امن د پاکستان استحکام، ترقۍ او خوشحالۍ لپاره ضروري ګرځولو سره واضح كړه چې د پاکستان دښمنانو لخوا په هېواد كښې په زړه پورې سفر٬ پرمختګ د خوشحالۍ د لارې نيولو هڅې به په هېڅ صورت كښې كاميابۍ له نه وركوٶ۔ په اوسنيو پېښو د تشويش څرګندونه كولو سره وزيراعظم په بلوچستان كښې د هند په سرپرستۍ كښې د كېدونكې ترهګرۍ لعنت په ضد د قانون نافذ كوٶنكو ادارو د ستړو او عزم اعتراف وكړو۔ ده د بلوچستان اولس تحفظ او سلامتيا باوري كولو لپاره د هر ډول ترهګرۍ په ضد په “زيرو ټالرينس” پاليسۍ زور رواړو او د دې عزم څرګندونه ئې وكړه چې د بلوچستان سلامتيا ته زيان رسوٶنكي د كورني او بهرنيو ترهګرو نېټ وركس به خاتمه كولې شي ده د دې عزم پخلې وكړو چې وفاقي حکومت به صوبائي حکومت سره د نزدې همكارۍ د لارې د ترهګرۍ خاتمې٬ د رياست رټ مضبوطولو او دا خبره باور وركولو لپاره د ټولو هلو ځلو جاري ساتو دغسې چې د بلوچستان اولس د امن، ترقۍ او موقعو څخه بشپړه سباٶن پلو روان كړې شي۔









