اسلام آباد 09 جولائي (اے پي پي) پاکستان او کروشيا دې خبره ه اتفاق كړې چې د دواړو هېوادونو ترمېنځه سياسي او اقتصادي اړيكو لا زياتولو له به كوټلې اقدامات كولې شي٬ دواړه هېوادونه تجارت، سرمايه کارۍ، بنيادي ډھانچه او د ويزه سهولت پشمول د شريكې خوښې په څانګو كښې مرستې ته لا وده وركولو له سلا شوي۔ د رائيو دا اتفاق د نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر …
پاکستان او کروشيا سياسي او اقتصادي اړيكو لا زياتولو له كوټلې اقداماتو ته اتفاق٬ نائب وزيراعظم اسحاق ډار د کروشيا خارجه وزير ډاکټر ګورډن ګرليچ ريډمين سره د ګډې خبري كنفرنس

مزید خبریں
اسلام آباد 09 جولائي (اے پي پي) پاکستان او کروشيا دې خبره ه اتفاق كړې چې د دواړو هېوادونو ترمېنځه سياسي او اقتصادي اړيكو لا زياتولو له به كوټلې اقدامات كولې شي٬ دواړه هېوادونه تجارت، سرمايه کارۍ، بنيادي ډھانچه او د ويزه سهولت پشمول د شريكې خوښې په څانګو كښې مرستې ته لا وده وركولو له سلا شوي۔ د رائيو دا اتفاق د نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار او د پاکستان په دوره راغلې د کروشيا د اروپائي او خارجه چارو وزير ډاکټر ګورډن ګرليچ ريډمين ترمېنجه د پلاويو په كچه د مذاكراتو په مهال شوې۔ د ګډې پرېس كنفرنس ته خپله وېنا كښې سينيټر محمد اسحاق ډار ووئيل دواړو مشرانو د پاکستان-کروشيا د اړيكو د ټولو اړخونو جاج اخستې او سياسي و اقتصادي رابطو لا مستحكمولو لپاره اقداماتو ته سلا شوي۔ ده ووئيل دواړه هېوادونه د تجارت، سرمايه کارۍ، ترقۍ، زراعت، د افرادي قوت موبائلټي، ويزه سهولت، تعليم، دفاع، موسمياتي بدلون، سېلګري، بنيادي ډھانچه، انفارميشن ټيکنالوجي او د بندرځايونو مرستې پشمول د شريكې خوښې په څانګو كښې به مرسته زياتوي٬ دا د كروشيا د خارجه وزير د پاکستان وړومبۍ سركاري دوره ده كومه چې د دواړو هېوادونو د سفارتي اړيكو په تاريخ كښې د يو نوي باب پېل دے۔ نائب وزيراعظم ووئيل چې دوه اړخيزه تجارت اوس هم د حقيقي صلاحيت نه ډېر كم دے خو تجارتي حجم كښې د اضافه رجحان دے۔ ده ووئيل دواړٶ هېوادونو اقتصادي اړيكې بيا فعاله كولو له سلا كړې ده چې پكښې مشتركه مفادو لپاره د کاروباري ادارو ترمېنځه روابطو ته وده وركول هم شامل دي۔ ده ووئيل چې د دواړو هېوادونو نجي څانګې او كاروباريان نزدې راوستلو لپاره په سباٶن كښې بزنس ټو بزنس تجارتي فورم كولو په منصوبې هم غور وشو۔ نائب وزيراعظم ووئيل چې دواړو ډلو د دوه اړخيزه سياسي مشاورت په اړه د مفاهمت يادداښت په بشپړه توګه د فعاله كولو پرېكړې شوې ده او د دې مشاورت وړومبۍ پړاٶ به سږ كال يا په 2027 په پېل كښې كولې شي٬ دواړو مشرانو په اسلام آباد كښې د کروشيا ويزه پراسيسنګ مرکز جوړولو لپاره مشتركه هڅې د لا ګړندې كولو اعلان وكړو٬ دا مهال د پاکستاني درخواست كوٶنكي د ويزے پراسيسنګ لپاره ايران ته ځي ۔ په دې موقع د کروشيا خارجه وزير ووئيل کروشيا اولسي روابطو ته ډېر اهميت وركوي او غواړي چې د پاکستان وګري هم په پاكستان كښې د ويزے درخواستونه جمع كړې شي دغسې چې بهر سفر ضرورت پاتې نه شي۔ ده ووئيل چې کروشيا ډېر زر دا سهولت جوړول غواړي۔ د مذاکراتو په مهال نائب وزيراعظم د کروشيا پلاوي د جمو و كشمير د اوږدې مودې شخړې او په غزه كښې د جاري صورتحال نه خبر كړو او تجويز ئې وړاندې كړو چې په نيويارك كښې د ملګرو ملتونو د جنرل اسمبلۍ په راتلونكي غونډه كښې د امن هلې ځلې دې بيا فعاله كړې شي۔ ده د سندھ طاس تړون په يو اړخيزه توګه معطل ساتلو د هند په اقدام هم د تشويش څرګندونه وكړه او دوست هېوادونو ته ئې اوبه د وسلې جوړولو عمل خاتمه كښې د كردار لوبولو اپيل وكړو۔ ده د كروشيا پلاوي په افغانستان كښې د ترهه ګرو نيټ ورکس چې پكښې ټي ټي پي او بي ايل اے شامل دي د رامخئ ته سکيورټي چيلنجونو څخه هم خبر كړو٬ دواړو ډلو د يوکرين په صورتحال هم د خيالاتو څرګندونه وكړه او د نړيوال قانون له مخې د شخړې په د هواري په ضرورت ئې زور رواړو۔ نائب وزيراعظم ووئيل چې پاکستان لپاره د اروپائي ائتلا جي ايس پي پلس سکيم د پاکستان-اروپائي ائتلاف اقتصادي مرسته اهمه ستن ده٬ ده ووئيل هر څو كه نوې جي ايس پي پلس ضابطه د جنورۍ وړومبې نيټې كال 2027 څخه نافذ العمل كېدونكې ده، پاکستان د كال 2027 په پېل كښې بيا درخواست وركولو لپاره د تيارۍ عمل پېل كړے دے ۔ د کروشيا خارجه وزير د ملګرو ملتونو په سلامتي كونسل كښې د پاکستان د فعال کردار هركلے وكړو او د اوسنيو سفارتي هلو ځلو ئې ستائنه وكړه۔ ده ووئيل مونږ په خاص توګه د پاکستان د ھغه سفارتي هلو ځلو ستائنه كوٶ د كومو په نتيجه كښې چې د امريكې او ايران ترمېنځه د شخړې خاتمې لپاره اسلام آباد مفاهمتي يادداښت رامخې ته شوې۔ اسلام آباد د “امن او سفارت کارۍ ښار” ګرځولو سره د كروشيا خارجه وزير د نائب وزيراعظم محمد اسحاق ډار د تود هركلي او مېلمستيا مننه وكړه۔ ده د دې اميد څرګندونه وكړه چې زما دوره به د دواړو هېوادونو اريكې لا قوي٬ تجارت او سرمايه كاري زياتولو او د مرستې نوې لارې لټولو كښې مرستياله ثابت شي۔ د کروشيا خارجه وزير نائب وزيراعظم سينيټر محمد اسحاق ډار ته د راتلونكي كال د جون په پائې كښې په کروشيا كښې په كېدونكې ډوبروونک فورم كښې د ګډون سركاري بلنه هم وركړه










