د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ د فوزيه شاهد د خاوند كامريډ شاهد عثماني په مړينه د غمرازۍ څرګندونه وكړه

  اسلام آباد 09 جولائي (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ د پاكستان فيډرل يونين آف جرنلسټس(پي ايف يو جے) پخواني سېكرټري جنرل او فيډرل ايګزيكټو كونسل غړي (ايف اي سي) فوزيه شاهد خاوند كامريډ شاهد عثماني په مړينه د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې۔ ده ووئيل چې د كامريډ شاهد عثماني د مرګ خبر اورېدو سره ډېر افسوس شوې۔ ده ووئيل چې …

 

اسلام آباد 09 جولائي (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ د پاكستان فيډرل يونين آف جرنلسټس(پي ايف يو جے) پخواني سېكرټري جنرل او فيډرل ايګزيكټو كونسل غړي (ايف اي سي) فوزيه شاهد خاوند كامريډ شاهد عثماني په مړينه د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې۔ ده ووئيل چې د كامريډ شاهد عثماني د مرګ خبر اورېدو سره ډېر افسوس شوې۔ ده ووئيل چې د ارواښاد صحافتي او سماجي خذمات به تل ياد ساتلې شي۔ ارواښاد شاهد عثماني خپل ژوند اصولو٬ جمهوري اقدارو او د اولسي حقونو لپاره په هلو ځلو كښې تير كړی۔عطاﺀ الله تارړ وئېلي دي چې د غم په دې سخت وخت كښې د فوزيه شاهد او ټولې غمژنې كورنۍ سره د يووالي او غمرازۍ څرګندونه كوو۔ ده دعا وكړه چې لوے څښتن دې ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځاې او غمژنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔امين

مزید خبریں