اسلام آباد 09 جولائي (اے پي پي) د سمندري چارو وفاقي وزير محمد جنيد انوار چوهدري وئېلي دي چې د مالي كال 26-2025 په مهال پاكستان د كبانو او د كبانو څخه تيار شوې مصنوعاتو برآمدات 56 كروړه 80 لكه ډالرو ته رسېدلي دي كوم چې د هېواد تاريخ لوړه كچه ده۔ د وزارت لخوا د جاري خبر پاڼې له مخې د زيارت په ورځ خپل بيان كښې وفاقي …
د پاكستان د سمندري خوراك برآمدات 56 كروړ 80 لكه ډالره ته رسېدلي۔ د سمندري چارو وفاقي وزير

مزید خبریں
اسلام آباد 09 جولائي (اے پي پي) د سمندري چارو وفاقي وزير محمد جنيد انوار چوهدري وئېلي دي چې د مالي كال 26-2025 په مهال پاكستان د كبانو او د كبانو څخه تيار شوې مصنوعاتو برآمدات 56 كروړه 80 لكه ډالرو ته رسېدلي دي كوم چې د هېواد تاريخ لوړه كچه ده۔ د وزارت لخوا د جاري خبر پاڼې له مخې د زيارت په ورځ خپل بيان كښې وفاقي وزير ووئيل چې دا كاميابي د حكومت د بليو اكانومي اصلاحات٬ سمندري خوراك برآمدات كښې اضافه او د نړيوال معيار له مخې د خوراك حفاظت او معيار باوري كولو له د عزم څرګندونه ده۔ ده ووئيل چې برآمداتو كښې د كبان برآمدات سرفهرست دي٬ كوم څخه چې د 10 كروړه 50 لكه 90 زره ډالر زرمبادله ترلاسه شوې او د كنګل شوې سكويډ او كټل فش برآمدات 10 كروړ 37 لكه 10 زره ډالرو٬ فش ميل 8 كروړ 31 لكه 20 زره ډالر٬ جهينګا 6 كروړ 21 لكه 40 زره ډالر٬ كيكړا 3 كروړ 68 لكه 90 زره ډالرو٬ سارډين 3 كروړ 6 لكه 20 زره ډالر٬ ميكرل 2 كروړ 26 لكه 70 زره ډالره٬ فليټ فش 1 كروړ 72 لكه 40 زره ډالر٬ اكټوپس يو كروړ 51 لكه 80 زره ډالر او سوريمي يو كروړ 46 لكه 30 زره ډالره ٶ۔ وفاقي وزير ووئيل چې د پاكستان سمندري خوراك برآمدات لويه برخه ده٬ تهائي لينډ٬ ماليزيا٬ متحده عرب امارات٬ جاپان٬ ويتنام٬ سعودي عرب٬ سوئېلي كوريا٬ انډونيزيا او امريكا ته لېږلې۔ د سمندري چارو وفاقي وزير په دې تاريخي كاميابۍ ميرين فشريز ډيپارټمنټ٬ پاكستان فشريز ايكسپورټرز ايسوسي ايشن٬ فش پروسيسرز٬ برآمدات كونكي او څانګې سره تړون لرونكو ټولو سټيك هولډرز له مباركي وركړه










