کوئټه 09 جولائي (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف د هېواد څخه د ترهه ګرۍ ختمولو غیر متزلزل عزم پخلي سره وئيلي چې د هېواد سیاسی وعسکری قیادت په بشپړه ډول يو موټې كيدو سره د ترهه ګرۍ ختمولو له لوظي دے،تر آخري فسادی ترهه ګر ختمولو به جنګ روان وي،حکومت ټول وسائل كارولو سره پاکستان د امن، پرمختګ او سوكالۍ پلو روانوي،دښمن د پاکستان سفارتی کامیابو او …
د ترهه ګرۍ ختمولو له لوظي يو،د امن بحالۍ او پرمختګ لپاره ټول وسائل به كارولې شي۔وزیراعظم شهباز شریف صوبائی ایپکس کمېټۍ غونډي ته وينا

مزید خبریں
کوئټه 09 جولائي (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف د هېواد څخه د ترهه ګرۍ ختمولو غیر متزلزل عزم پخلي سره وئيلي چې د هېواد سیاسی وعسکری قیادت په بشپړه ډول يو موټې كيدو سره د ترهه ګرۍ ختمولو له لوظي دے،تر آخري فسادی ترهه ګر ختمولو به جنګ روان وي،حکومت ټول وسائل كارولو سره پاکستان د امن، پرمختګ او سوكالۍ پلو روانوي،دښمن د پاکستان سفارتی کامیابو او تير كال معرکه حق كښې ترلاسه شوي كاميابو څڅه ويريږي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ کوئټه كښې صوبائی ایپکس کمېټۍ غونډي ته وينا كښې وكړه۔په غونډه كښې سرلښكر و چیف آف ډیفنس فورسز فیلډ مارشل سید عاصم منیر، د بلوچستان ګورنر شیخ جعفر خان مندوخیل، د بلوچستان وزیراعلیٰ میر سرفراز بګټی، د اطلاعات وفاقی وزیر عطا اللہ تارړ، وفاقی وزیر احد خان چیمه، وزیراعظم د سياسي چارو صلاحكار رانا ثنا اللہ او قانون نافذ کونكو ادارو مشرانو ګډون وكړو۔غونډي ته وينا كښې وزیراعظم ووئيل تيرو څلورو ورځو په مهال بلوچستان كښې د افسوس وړ تره هګرۍ پېښي رامخې ته شوي،چې پكښې پولیس اهلکار، سکیورټی فورسز ځوانان او بے ګناه وګړي شهيدان شوي۔ده ووئيل سیکیورټی فورسز موثره کارروائی كولو سره 54 ترهه ګر وژلي دي،د ترهه ګرو په ضد جنګ به تر هغه وخت روان وي تر څو چې آخري ترهه ګر نه وي ختم شوے۔شهباز شریف ووئيل پاك پوځ، قانون نافذ کونكو ادارو او ټول قام د ترهه ګړۍ په ضد لوئ قربانۍ وركړي۔ قام د خپلو ځواكونو او امنيتي ادارو سره ولاړ دې او باور لري چې د هغوي د قربانو په نتيجه كښې به د ترهه ګرۍ بشپړه خاتمه وشي۔ده ووئيل په دې كښې هيڅ شك نشته چې د ترهه ګرۍ په دې فتنه كښې د پاکستان د ختيز ګاونډي هېواد بشپړه کردار دے، كوم چې ترهه ګرو له وسله ، مالی معاونت او نوري آسانۍ وركوي۔ده ووئيل د افغانستان خاوره كارولو سره ترهه ګر خېبرپښتونخوا او بلوچستان كښې بريدونه كوي،دغسې ریاست به د دغه عناصرو ناوړه عزائم په هر صورت كښې ناکامه كوي۔وزیراعظم ووئيل د هېواد سیاسی و عسکری قیادت په بشپړه ډول يو موټې كيدو سره د ترهه ګرۍ ختمولو له لوظي دے،دښمن د پاکستان سفارتی کامیابیو او تير كال معرکه حق كښې ترلاسه شوي کامیابو څخه ويريړي،دې لپاره هغوي د بيلو ذريعو څخه هېواد كښې عدم استحکام پیدا کولو هڅي كوي،خو د پاکستان سیاسی و عسکری قیادت يو موټې دې او د ترهه ګرۍ ختمولو لپاره لوظي دے۔ده ووئيل حکومت پاکستان، حکومت بلوچستان او پاك پوځ د ترهه ګرۍ بشپړه ختمولو له ټول وسائل كاروي دغسې چې هېواد د امن، استحکام او پرمختګ مركز جوړ شي۔وزیراعظم د ترهه ګرۍ پېښو كښې شهيد شويو ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره دعا اوكړه چې لوے څښتن دې شهيدانو لهخ لوړي درجے او غمجنو كورنيو له د زغم توفيق وركړي٬ ده په دې مهال د ژوبل كسانو زر روغتيا له ههم دعا اوكړه۔ ده ووئيل د شهيدانو وينه به بے ځايه نه ځي










