د بين الصوبائي رابطه وفاقي وزير سره د مسلم ليګ (ن) آزاد کشمير پلاوي وليدل

  اسلام آباد 09 جولائي (اے پي پي) د بين الصوبائي رابطه وفاقي وزير رانا ثناء  سره د مسلم ليګ (ن) آزاد کشمير پلاوي ليدلي٬ د بين الصوبائي رابطه وزارت وياند له مخې په ملاقات كښې د آزاد کشمير قانون ساز اسمبلۍ د راتلونكې انتخاباتو او په مجموعي سياسي صورتحال د خيالاتو څرګندونه وشوه٬ په دې موقع د پي ټي آئي يو شمېر مشرانو په پاکستان مسلم ليګ (ن)  كښې …

 

اسلام آباد 09 جولائي (اے پي پي) د بين الصوبائي رابطه وفاقي وزير رانا ثناء  سره د مسلم ليګ (ن) آزاد کشمير پلاوي ليدلي٬ د بين الصوبائي رابطه وزارت وياند له مخې په ملاقات كښې د آزاد کشمير قانون ساز اسمبلۍ د راتلونكې انتخاباتو او په مجموعي سياسي صورتحال د خيالاتو څرګندونه وشوه٬ په دې موقع د پي ټي آئي يو شمېر مشرانو په پاکستان مسلم ليګ (ن)  كښې د شموليت اعلان هم وكړو۔ پلاوي د جوائنټ عوامي ايکشن کميټۍ د احتجاج نه وروسته د آزاد کشمير په موجوده سياسي او د امن و امان د صورتحال نه وفاقي وزير خبر كړو او د دې نه علاوه انتخابي كمپائن، د اولسي رابطې كمپائن او د پارټۍ د انتخابي تيارو هم تفصيلي جاج واخستے شو۔ په دې موقع رانا ثناء ووئيل د اولس د ووټ تحفظ او د انتخابي عمل عزت به په هر صورت كښې باوري كولې شي، مسلم ليګ (ن) به د بشپړه اولسي رابطه كمپائن د لارې په ټولو انتخابي حلقه جاتو كښې بشپړه برخه اخلي۔