په موسمياتي بدلون قابو موندلو له ماحولياتي حكمراني ٬ تلپاتي پرمختګ او د ادارو ترمنځه همكارۍ ته اړتيا ده: وفاقي وزير مصدق ملك

  لاهور۔9جولائی(اے پی پی) د موسمياتي بدلون او ماحولياتي هم آهنګۍ وفاقي وزير مصدق ملک وئيلي دي چې موسمیاتی بدلون موجوده دور تر ټولو لوے چېلنج دے۔ كوم لپاره چې په موسمياتي بدلون قابو موندلو له ماحولياتي حكمراني ٬ تلپاتي پرمختګ او د ادارو ترمنځه همكارۍ ته اړتيا ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده تېره ورځ په سول سروسز اکېډمی والټن کېمپس لاهور كښې د خاص مېلمه په توګه د …

 

لاهور۔9جولائی(اے پی پی) د موسمياتي بدلون او ماحولياتي هم آهنګۍ وفاقي وزير مصدق ملک وئيلي دي چې موسمیاتی بدلون موجوده دور تر ټولو لوے چېلنج دے۔ كوم لپاره چې په موسمياتي بدلون قابو موندلو له ماحولياتي حكمراني ٬ تلپاتي پرمختګ او د ادارو ترمنځه همكارۍ ته اړتيا ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده تېره ورځ په سول سروسز اکېډمی والټن کېمپس لاهور كښې د خاص مېلمه په توګه د 54م کامن ټرېننګ پروګرام تربيه ترلاسه كوونكو افسرانو ته د ’’انوائرمنټ اېنډ کلائمېټ ګورننس‘‘ په سرخط خطاب كښې وكړه۔ په دې موقع ډائرېکټر سول سروسز اکېډمی فرحان عزیز خواجه، فېکلټی غړي او تربيه ترلاسه كوونكي افسران موجود وو۔ ده ووئيل پاكستان په هغه هېوادونو كښې دې كوم چې د موسمياتي بدلون دلاسه زيات اغېزمن كيږي حال دا دے چې د نړيوال كاربن په اخراج كښې پاكستان معمولي برخه لري۔ ده ووئيل په پاكستان كښې د تېرو څلورو سېلابونو په نتيجه كښی نزدې 6 زره كسان مړه ،19 زره ژوبل يا معذور او نزدې 4  کروړه بې كوره شول۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل عصري ټېكنالوجي كارونكي قومونو د پرمختګ په زغل كښې وړاندې تلې دي او په پخوانو تګلارو انحصار كوونكي هېوادونه وروستو پاتې شوي دي۔ ده ’’اړان پاکستان‘‘ پروګرام  د حكومت مؤثر او د ډاډ وړ وژن ګرځولو سره ووئيل د دې پروګرام دلارې پاكستان اقتصادي پرمختګ ، سرمایه كاري ،برآمدات، عصري ټېكنالوجي او د بشري وسائلو په څانګو كښې ښكاره پېشرفت ترلاسه كولې او په نړيواله ورورولۍ كښې باوقار مقام ترلاسه كولې شي۔ د دستورې په پايه كښې ډائرېکټر سول سروسز اکېډمی د وفاقی وزیر مننه وكړه او هغه ته يۍ يادګاري شيلډ وركړو۔