لنډ مهاله صدر سيد يوسف رضا ګيلاني سره د كروشيا د خارجه چارو وزير په ايوان صدر كښې ملاقات

  اسلام آباد۔9جولائی(اے پی پی) لنډ مهاله صدر سید یوسف رضا ګیلانی سره د جمهوريه كروشيا خارجه وزير ډاکټر ګورډن ګرلېچ رېډمېن د زيارت په ورځ ايوان صدر كښې ملاقات وكړو۔ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې لنډ مهاله صدر د کروشیا خارجه وزير او د هغه پلاوي هركلي كولو سره ووئيل د کروشیا خارجه وزير د پاكستان اولنۍ دوره په دوه اړخيزه اړيكو …

 

اسلام آباد۔9جولائی(اے پی پی) لنډ مهاله صدر سید یوسف رضا ګیلانی سره د جمهوريه كروشيا خارجه وزير ډاکټر ګورډن ګرلېچ رېډمېن د زيارت په ورځ ايوان صدر كښې ملاقات وكړو۔ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې لنډ مهاله صدر د کروشیا خارجه وزير او د هغه پلاوي هركلي كولو سره ووئيل د کروشیا خارجه وزير د پاكستان اولنۍ دوره په دوه اړخيزه اړيكو كښې يو تاريخي سنګ ميل دے۔ ده ووئيل پاكستان كروشيا سره په متقابل احترام او باور خپلې ملګرتيا ته اهميت وركوي۔ ده ووئيل پاكستان کروشیا سره په دوه اړخيزه كچه او اروپائي يونين سره د پاكستان د همكارۍ لا مضبوطولو عزم لري۔ لنډ مهال صدر د دوه اړخيزه اړيكو استحكام لپاره د پارليماني سفارتكارۍ په اهميت هم زور راوړو۔ سید یوسف رضا ګیلانی د دواړو هېوادونو ترمينځه تجارت او سرمايه كارۍ كںښې د زياتولو په حاجت زور راوړلو سره ووئيل موجودہ تجارتی حجم د دواړو هېوادونو د معيشتونو حقيقي صلاحيت څخه كم دے۔ ده پاكستان كښې د كروشين كمپنيو زياتې شوې موجودګۍ هركلې وكړو په كومو كښې چې د انفوبِپ نوموړې پاكستاني كاروباري ادارو سره همكاري او د كونچار چشمه هائيډرو پاور منصوبه كښې كردار شامل دے۔ د كروشيا خارجه وزير په تود هركلي او مېلمستيا مننه كولو سره پاکستان سره بېلو څانګو كښې همكاري لا زياتولو له د خپل حكومت د عزم پخلے وكړو۔ په ملاقات كښې خارجه سېكتره هم موجوده وه۔