اسلام آباد 09 جولائي (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سېنېټر اورنګزيب وئيلي دي چې برتانيه كښې مېشته پاکستاني کميونټي د دواړو هېوادونو ترمېنځه اقتصادي اړيكې مستحكم كولو كښې كليدي كردار لوبوي، پاکستان برتانيې سره خپله د اوږدې مودې او قوي همكاري هره څانګه كښې د لا مستحكولو عزم لري ۔ وفاقي وزير دا خبرې د زيارت په ورځ برتانيه كښې د پاکستان نوې تعينات هائي کمشنر ټيپو …
پاکستان برتانيې سره همكاري هره څانګه كښې د لا مستحكمولو عزم لري۔ د خزانې وزير په برتانيه كښې د پاکستان نوې تعينات هائي کمشنر سره ملاقات كښې خبرې

مزید خبریں
اسلام آباد 09 جولائي (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سېنېټر اورنګزيب وئيلي دي چې برتانيه كښې مېشته پاکستاني کميونټي د دواړو هېوادونو ترمېنځه اقتصادي اړيكې مستحكم كولو كښې كليدي كردار لوبوي، پاکستان برتانيې سره خپله د اوږدې مودې او قوي همكاري هره څانګه كښې د لا مستحكولو عزم لري ۔ وفاقي وزير دا خبرې د زيارت په ورځ برتانيه كښې د پاکستان نوې تعينات هائي کمشنر ټيپو عثمان سره ملاقات كښې وكړې، په ملاقات كښې د شريكې خوښې چارو په شمول د پاکستان او برتانيه ترمېنځه اقتصادي او مالي مرستې ته په وده وركولو او د دوه اړخيزه همكارۍ لا مستحكمولو په امكاناتو خبرې وشوې۔ د خزانې وزير هائي کمشنر ته په نوې سفارتي ذمه وارو سنبهالولو مباركي وركولو سره د دے باور څرګندونه وكړه چې ستاسو پراخه سفارتي تجربې او وظيفائي صلاحيتونه به په برتانيه كښې د پاکستان اقتصادي سفارت کاري لا موثره جوړولو او د دواړو هېوادونو ترمېنځه اقتصادي تړون ته نوي جهت وركولو كښې اهم كردار ولوبوي۔ د ملاقات په مهال تجارت، سرمايه کارۍ، بېنکارۍ، ترسيلاتِ زر، کېپيټل مارکيټس او د مالياتي خدماتو څانګه كښې مرستې ته د پراختيا وركولو امكاناتو جاج هم واخستې شو۔ دې سره سره نړيوالو سرمايه كارو او مالياتي ادارو سره د پاکستان د تړون په لا قوي كول غور هم وشو۔








