وېنزوېلا كښې د زلزلو د لاسه د مړو شمېره 3,811 ته ورسېده

  کراکس ۔9جولائی(اے پی پی) په وېنزوېلا كښې په 24 جون د راغلې تباهي خپرونكو زلزلو په نتيجه كښې د مړو شمېره زياتېدو سره 3,811 ته رسېدلې ، او 16,740 كسان ژوبل شوي دي۔ د تاس له مخې دا شمېرې د قومي اسمبلۍ صدر جارج روډ ريګيز په سركاري ټي وي خپلو خبرو كښې جاري كړې۔ د جارج روډریګیز له مخې د زلزلې د لاسه 17,907 كسان بې كوره شوي …

 

کراکس ۔9جولائی(اے پی پی) په وېنزوېلا كښې په 24 جون د راغلې تباهي خپرونكو زلزلو په نتيجه كښې د مړو شمېره زياتېدو سره 3,811 ته رسېدلې ، او 16,740 كسان ژوبل شوي دي۔ د تاس له مخې دا شمېرې د قومي اسمبلۍ صدر جارج روډ ريګيز په سركاري ټي وي خپلو خبرو كښې جاري كړې۔ د جارج روډریګیز له مخې د زلزلې د لاسه 17,907 كسان بې كوره شوي ، 190 ودانۍ ويجاړې شوي او 856 سختې زيانمنې شوي دي۔ د مرستې كارروائيو په مهال 6,462 كسان ملبې څخه ژوندي راوويستلې شو د كومو چې درملنې روانې دي۔ د چارواكو له مخې 86,794 ځپليو كورنيو سره مرسته وكړې شوه او د هغوي ترمنځه 9,603 ټن خوراك ووېشلے شو۔