اسلام آباد۔9جولائی(اے پی پی) نائب وزیراعظم/ خارجه وزير اسحاق ډار سره د زيارت په ورځ د كروشيا د خارجه او اروپائي چارو وزير ډاكټر ګورډن ګرلېچ رېډمېن او كروشين پلاوي دلته ملاقات وكړو۔ د خارجه دفتر له مخې په دې موقعه دواړو اړخونو د تجارت، سرمایه کارۍ، زراعت، افرادی قوت منتقلۍ، وېزا سهولت، تعلیم، دفاع، موسمیاتی بدلون، سیاحت، انفراسټرکچر او د آئي ټي په څانګو كښې د اړيكو لا مضبوطولو …
نائب وزيراعظم اسحاق ډار سره د كروشيا پلاوي ملاقات ٬ بېلو څانګو كښې د اړيكو لا مضبوطولو په تګلارو د خيالاتو څرګندونه

مزید خبریں
اسلام آباد۔9جولائی(اے پی پی) نائب وزیراعظم/ خارجه وزير اسحاق ډار سره د زيارت په ورځ د كروشيا د خارجه او اروپائي چارو وزير ډاكټر ګورډن ګرلېچ رېډمېن او كروشين پلاوي دلته ملاقات وكړو۔ د خارجه دفتر له مخې په دې موقعه دواړو اړخونو د تجارت، سرمایه کارۍ، زراعت، افرادی قوت منتقلۍ، وېزا سهولت، تعلیم، دفاع، موسمیاتی بدلون، سیاحت، انفراسټرکچر او د آئي ټي په څانګو كښې د اړيكو لا مضبوطولو په تګلارو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ دواړو اړخونو د پاكستان او كروشيا بندرځايونو ترمينځه د همكارۍ په امكاناتو او موقعو هم خبرې وكړې۔ دوي د كال 2027 په پېل كښې د سياسي مشاورت په كولو اتفاق وكړو۔ دا دوره د دواړو هېوادونو ترمينځه اړيكې مستحكمولو پلو يو مهم قدم دے۔ دې څخه وړاندې نائب وزیراعظم/ خارجه وزير اسحاق ډار خارجه وزارت ته په راتللو د كروشيا خارجه وزير او كروشين پلاوي ته هركلے ووے۔











