بلوچستان كښې د بېلو كارروائيو په مهال عام وګړي او د پوليس اهلكارو پشمول 42 كسان شهيدان شوي٬ 54 ترهګر وژلي شوي٬ د ترهګرو او د هغوي د سهولت كارو به تعقب كوٶ، د ليفټيننټ جنرل احمد شريف چوهدري پرېس کنفرنس

  پېنډۍ 08 جولائي (اے پي پي) د آئي اېس پي آر ډائريکټر جنرل ليفټيننټ جنرل احمد شريف چوهدري وئيلي دي  په بلوچستان كښې د بېلا بېلو کارروائېو په مهال د عامو وګړو او پوليس اهلكارو پشمول 42 كسان شهيدان او 54 ترهګر وژلي شوي، د ترهګرو په ضد کارروائۍ به روانې وي، د ترهګرو او د هغوي د سهولت كارو به تعقب كوٶ او هغوي به خپل انجام ته …

 

پېنډۍ 08 جولائي (اے پي پي) د آئي اېس پي آر ډائريکټر جنرل ليفټيننټ جنرل احمد شريف چوهدري وئيلي دي  په بلوچستان كښې د بېلا بېلو کارروائېو په مهال د عامو وګړو او پوليس اهلكارو پشمول 42 كسان شهيدان او 54 ترهګر وژلي شوي، د ترهګرو په ضد کارروائۍ به روانې وي، د ترهګرو او د هغوي د سهولت كارو به تعقب كوٶ او هغوي به خپل انجام ته رسوٶ، د نړۍ يو طاقت پاكستان ته سپك نظر نشي كولې۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ په بلوچستان كښې په سکيورټي صورتحال ميډيا ته د بريفنګ په مهال وكړه۔ ده ووئيل  د تېرو څلورو ورځو په مهال بلوچستان كښې د ترهګرۍ درې لويې پېښې رامخې ته شوې٬ وړومبۍ پېښه د اتوار په شپه رامخې ته شوې كله چې د بګرائي سيمې په اوړك کھنه  كښې د فتنه الخوارج ترهګرو په ځائي آبادۍ او بې ګنها وګړو بريد وكړو، د بلوچستان ځائي غېر مند اولس د هغوي په مړانه مقابله وكړه او هندي پراکسي فتنه الخوارجو سره تعلق لرونكي ترهګر په تيښته مجبور شول، په دې مهال څلور مېړني بې ګناه وګړي شهيدان او 6 ژوبل شول۔ دوېمه پېښه د جولائي په شپږمه نيټه رامخې ته شوې٬ منګي بند څخه كوئټه ته اوبه وركړې كېږي٬ منګي بند كوئټه كښې په زيارت سيمه كښې پمپنګ سټيشن نمبر 3 سره نزدې د بلوچستان پوليس په پوسته د فتنه الخوارج ترهګرو د هر اړخ نه بريدونه وشول، په دې پوسته پوليس د منګي ډيم او بې ګناه وګړو په حفاظت مامور وٶ، هغوي په نښه كړے شول٬ د پوليس مېړنو ځوانانو په مړانه مقابله وكړه او 15 ترهګر ېې ووژل ، په دغې مقابله كښې 9 ځوانان شهيدان شول٬ ده ووئېل په سمدستي توګه د اېف سي او پاك پوځ لويه نفري روانه كړې شوه او  ډېر زر سيمې ته ورسېدل، ترهګرو ځېنې پوليس اهلكار يرغمال كړل او د ځان سره بوتلل٬ په دې امنيتي ځواكونو د هغوي تعقب وكړو۔ دغسې خوارجو د پولیس د لاسه وژلي شوي خپل 15  مړي پرېښودل او وتښتيدل، د پولیس دغه اهلکار ځائې وو۔ لیفټیننټ جنرل احمد شریف چوهدري ووئيل ځواكونه په ترهه ګرو پسې تللي وو او عمليات ئې وكړل،د 6  م جولائی راهسې روانو عملياتو په مهال ګڼ خارجی وژلي شوې،په دې مهال بزدله ترهه ګرو 18  یرغمال شوي ځوانان هم شهيدان كړي،دغه عمليات لا اوس هم روان دي،  ده ووئېل په مجموعی توګھ 27 ځوانان شهيدان شوي او تر اوسه 26 خارجیان وژلي شوي۔دريمه پېښه  په بیلا بندر كښې نن په يوه امنيتي ډله د بی ایل اے بريد وه ،د بريد په مهال د پاك پوځ يو جے سي او پشمول 11 ځوانان شهيدان شوي او بی ایل اے او د فتنه الهندوستان 14  ترهه ګر وژلي شوې۔ده ووئيل نن دوه عمليات شوي، خاران كښې 6 او دالبندین كښې 8 ترهه ګر وژلې شوي،د دغه ترهه ګرو تعلق د فتنه الهندوستان څخه وؤ۔ده ووئيل د دغه کارروائیو په مهال د عامو وګړو پشمول د  42 قیمتی ځانونو زيان شوے او 54 ترهه ګر وژلې شوي۔ده ووئيل بيلو سيمو كښې کارروائی رواني دي،د پاك پوځ پشمول سکیورټی فورسز د ترهه ګرو مقابله کوي،په فضائی او زمكيزه كچه ترهه ګر په نښه كيږي او هغوي انجام ته رسولې كيږي۔ده ووئيل د هغوي په شا د هند لاس دے،په دې كښې د هند سره هغه قوتونه شامل دي كوم چې د پاكستان عزت، خوشحالی او استحکام زغملے نشي۔ده ووئيل د افغانستان خاوره د غیر قانونی افغان طالبان رجیم په قبضه كښې د دغه ترهه ګرو لپاره كارولې كيږي، د ترهه ګرۍ په دغه پېښو كښې زياتره وژلې شوي ترهه ګر افغانان وو،د کراچۍ پېښه كښې ككړ 4  بريد كوونكو كښې هم درې افغانان وو،د دغه ترهه ګرو سهولت کاری افغان طالبان رجیم كوي۔ده ووئيل دغه بريدونه په منظم ډول كيږي،د هغې په شا ماسټر مائنډ او د هغوي سهولت کار ولاړ دي، افغان طالبان رجیم دغو له سهولیات وركوي، افرادی قوت وركوي، ده ووئېل افغان طالبان رجیم د پاکستان عزت، ترقی او وقار نه شي زغملے ، بلوچستان د پاکستان عزت، آن او شان دے، د بلوچستان سوكالي يو حقیقت دے د كوم چې څه هم بدل نه شي كيدے،دا د هغوي څخه نه هضميږي، هغوي ته د هر هغه څيز څخه مسئله ده كوم چې د بلوچستان اولس لپاره دي ۔ده ووئيل مونږ د سرلښكر و چیف آف ډیفنس فورسز فیلډ مارشل سید عاصم منیر په مشرۍ كښې او   د پاكستان حکومت  واضحه هدایات په  تناظر كښې پاك پوځ واضحه موقف او عزم لري چې د هغوي مقابله به څنګه كولې شي،مونږ د هغوي په هر ډول تعاقب کوو او هغوي به په نښه كوو،د دې حقیقت په اړه د بلوچستان حکومت او د هغې ځائے اولس په واضحه ډول خبر دے، ده ووئېل د درېو كلونو راهسې ریاست چې كومه واضحه پالیسی ظاهر  كړې دهغې تر مخه  ترهه ګر د اسلام سره هيڅ تعلق نه لري او هغوي خوارج دي،هغوي د فتنه الهندوستان خلق دي، هغوي د بلوچستان او بلوچو سره څه تعلق نه لري۔د آئی اېس پی آر ډی جی ووئيل پاکستان او بلوچستان به تل له وي،د ټولو ترهه ګرو به مقابله كولې شي او د هغوي د سهولت كارو به هم مقابله كوو ، هغوي زمونږ په بچو لاس پورته كوي او ګڼي چې مونږ به هغوي سره خبري وكړو،اولس ، پوځ او قانون نافذ کوونكي ادارې تر آخري  ترهه ګر به د هغوي په ضد جنګ كوي،په هر صورت كښې به مونږ بريالي كيږي ځكه چې مونږ په حق او رښتيا ولاړ يوو ،مونږ د خپل تحفظ لپاره ولاړ يو۔

مزید خبریں