اسلام آباد 08 جولائي (اے پي پي) د نائب وزیراعظم و خارجه وزير سینیټر محمد اسحاق ډار په بلنه د کروشیا خارجه و د اروپائي چارو وزير ډاكټر ګورډن ګرلیچ راډمان به په 9 جولائی 2026 د پاکستان سرکاری دورہ کوي۔ دا د كوم هم کروشین خارجه وزير د پاکستان وړومبۍ دوره ده۔د شورو په ورځ د خارجه وزارت د اړخه جاري شوي بيان له مخې د نائب وزیراعظم …
د کروشیا خارجه وزير به په 9 جولائي د پاکستان سرکاری دورہ کوي

مزید خبریں
اسلام آباد 08 جولائي (اے پي پي) د نائب وزیراعظم و خارجه وزير سینیټر محمد اسحاق ډار په بلنه د کروشیا خارجه و د اروپائي چارو وزير ډاكټر ګورډن ګرلیچ راډمان به په 9 جولائی 2026 د پاکستان سرکاری دورہ کوي۔ دا د كوم هم کروشین خارجه وزير د پاکستان وړومبۍ دوره ده۔د شورو په ورځ د خارجه وزارت د اړخه جاري شوي بيان له مخې د نائب وزیراعظم او د کروشیا خارجه وزير ترمينځه به د دوه اړخيزه اړيكو په ټولو اړخونو خبرې كېږي۔ دواړو لارښودو د تجارت، سرمایه كارۍ، ویزا سهولت، تعلیم، دفاع، انفارمیشن ټیکنالوجی (آئی ټی) او بحری مرستي پشمول د شريكي خوښي په بيلو څانګو كښې به مرستي ته د لا ودي وركولو په امكانات د خيالاتو څركندونه كوي۔دې نه ځانله دواړه خارجه وزيران به په سيمه ايزو او نړيوالو چارو هم د خيالاتو څرګندونه كوي۔ د دورې په مهال به ډاكټر ګورډن ګرلیچ راډمان د وزیراعظم محمد شهباز شریف او د سېنېټ چیئرمېن سید یوسف رضا ګیلانی پشمول د پاکستان اعلیٰ قیادت سره هم ملاقاتونه كوي۔









