اسلام آباد 08 جولائي (اے پي پي) د قامی اسمبلۍ سپیکر سردار ایاز صادق وئيلي دي د مادرِ ملت محترمه فاطمه جناح قامي خذمات، جمهوریت او اولسي حقونو لپاره هلي ځلي به عمر له يادې ساتلې شي۔ د شورو په ورځ د مادرِ ملت محترمه فاطمه جناح ته په 59مي كليزې د عقیدت پيرزوئنې وړاندې كولو كښې ده ووئيل محترمه فاطمه جناح د تحریك پاکستان په مهال د قائداعظم …
د مادرِ ملت محترمه فاطمه جناح قامي خذمات، جمهوریت او اولسي حقونو لپاره هلي ځلي به عمر له يادې ساتلې شي۔ سردار ایاز صادق

مزید خبریں
اسلام آباد 08 جولائي (اے پي پي) د قامی اسمبلۍ سپیکر سردار ایاز صادق وئيلي دي د مادرِ ملت محترمه فاطمه جناح قامي خذمات، جمهوریت او اولسي حقونو لپاره هلي ځلي به عمر له يادې ساتلې شي۔ د شورو په ورځ د مادرِ ملت محترمه فاطمه جناح ته په 59مي كليزې د عقیدت پيرزوئنې وړاندې كولو كښې ده ووئيل محترمه فاطمه جناح د تحریك پاکستان په مهال د قائداعظم محمد علی جناح سره اوږه په اوږه تاریخی کردار ترسره كړے او پاكستان جوړيدو نه پس ئې هم د جمهوري اقدارو، د آئین برلاسسي او اولسي حقونو تحفظ له خپلي هلي ځلي رواني ساتلي۔ده ووئيل قام به د مادرِ ملت بے مثاله خذمات عمر له د احترام و عقیدت سره ياد ساتي۔سپیکر سردار ایاز صادق ووئيل محترمه فاطمه جناح خپل ټول ژوند قامی خدمت، دیانتدارۍ ، اصول خوښۍ او د جمهوري روایات ودي له وقف کړے ؤ۔ده ووئيل مادرِ ملت ميرمنو كښې د تعلیم، خود اعتمادۍ ، قامی شعور او سماجی خدمت جذبې ته وده وركړي او هغوي له ئې قامی تعمیر و پرمختګ كښې د مؤثره کردار ترسره كولو ترغیب وركړے۔سپیکر سردار ایاز صادق ووئيل يو قوي، متحد، جمهوري او پرمختګ كونكے پاکستان د مادرِ ملت محترمه فاطمه جناح د وژن حقیقی تعبیر دے۔ده ووئيل قام د مادرِ ملت افکار، اصول او قامی خدمات څخه لارښودنه ترلاسه كولو سره هېواد د پرمختګ، قامی یووالي، جمهوریت مضبوطیا او اولسي ښېګړې لپاره کردار ترسره كوي۔سپیکر سردار ایاز صادق دعا وكړه چې لوي څښتن دې مادرِ ملت محترمه فاطمه جناح له لوړي درجې او قام له د هغې په اصولو، افکارو او جمهوری اقدارو د عمل كولو توفیق وركړي۔۔










