د نائب وزيراعظم محمد اسحاق ډار په مشرۍ كښې د او آئي سي د مېرمنو په اړه د 9م وزارتي كنفرنس د چمتوالي نيٶنكې كمېټۍ غونډه

  اسلام آباد 08 جولائي (اے پي پي) د نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د اسلامي مرستې تنظيم (او آئي سي) د مېرمنو په اړه د 9م وزارتي كنفرنس د چمتوالي نګراني كوٶنكې د اعليٰ كچ كمېټۍ د اوومې غونډې مشري وكړه  د كومې كوربتوب چې به پاكستان د جولائي په 12مه او 13مه نېټه كال 2026 كوي۔ د شورو په ورځ د خارجه وزارت لخوا …

 

اسلام آباد 08 جولائي (اے پي پي) د نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د اسلامي مرستې تنظيم (او آئي سي) د مېرمنو په اړه د 9م وزارتي كنفرنس د چمتوالي نګراني كوٶنكې د اعليٰ كچ كمېټۍ د اوومې غونډې مشري وكړه  د كومې كوربتوب چې به پاكستان د جولائي په 12مه او 13مه نېټه كال 2026 كوي۔ د شورو په ورځ د خارجه وزارت لخوا د جاري بيان له مخې په غونډه كښې د كنفرنس د تيارو تفصيلي جاج واخستلے شو چې پكښې د کنفرنس د ځاے، پروګرام، د غير ملکي پلاويو سهولت کاري، پروټوکول، سکيورټي، لاجسټکس، ميډيا انتظامات او د بېلو وزارتونو ترمېنځه د رابطه كارۍ پشمول د ټولو انتظامي چارو احاطه وكړې شوه دغسې چې کنفرنس کامياب، منظم او په ښه ډول تابيا باوري كړې شي۔ نائب وزيراعظم و خارجه وزير د تيارو په آخري پړاٶ كښې د ټولو انتظامات د نقص او خامۍ نه غېر د بشپړولو په اهميت زور راوړلو سره اړوندو وزارتونو او ادارو ته امر وكړو چې ھغوي په بشپړه توګه فعاله اوسي، شريكې رابطې لا موثره كړي او ټولې پاتې چارې په ټاكلې موده كښې بشپړه كړې شي۔ په غونډه كښې د وزيراعظم خاص مرستيال طارق باجوه، د بشري حقونو پارلماني سيکريټري صباء صادق، د بشري حقويو وزارت او د کابينه ډويژن وفاقي سيکريټريز او د اړوندو وزارتونو او ادارو سينئر چارواكو ګډون وكړو

مزید خبریں