اسلام آباد 08 جولائي (اے پي پي) د پاكستان چيف جسټس يحييٰ افريدي وئيلي دي مسلسل عدالتي تربيه او د صوبو تر مينځه مرسته او د غوره عدالتي روايات تبادله په هېواد كښې د انصاف نظام لا موثره، سپېځلې او د باور وړ جوړولو لپاره ضروري ده ، د عدليه اصلاحاتي ايجنډا وګړو ته جديد، په ټيکنالوجۍ اډانه، سپېځلې او د انصاف موثره نظام وركولو پلو ګرځولې شوې ده۔ …
مسلسل عدالتي تربيه٬ بين الصوبائي مرسته او د غوره عدالتي رواياتو تبادله په هېواد كښې د انصاف نظام لا موثره، سپېځلې او د باور وړ جوړولو لپاره ضروري دے۔ چيف جسټس پاکستان

مزید خبریں
اسلام آباد 08 جولائي (اے پي پي) د پاكستان چيف جسټس يحييٰ افريدي وئيلي دي مسلسل عدالتي تربيه او د صوبو تر مينځه مرسته او د غوره عدالتي روايات تبادله په هېواد كښې د انصاف نظام لا موثره، سپېځلې او د باور وړ جوړولو لپاره ضروري ده ، د عدليه اصلاحاتي ايجنډا وګړو ته جديد، په ټيکنالوجۍ اډانه، سپېځلې او د انصاف موثره نظام وركولو پلو ګرځولې شوې ده۔ د سپريم کورټ پي آر او لخوا د جاري اعلاميه له مخې د شورو په ورځ په سپريم کورټ آف پاکستان كښې د جوډيشل فيلوشپ پروګرام ګډون كوٶنكو چې پكښې د ګرد هېواد تعلق لرونكي جوډيشل افسران شامل وو د پاكستان چيف جسټس سره وليدل٬ دا فيلوشپ پروګرام د سندھ جوډيشل اکيډمي ترسېوري لاندې ريسرچ سوسائټي آف انټرنيشنل لاء (آر ايس آئي ايل) په مرسته كېږي ۔ په دې موقع د بريفنګ په مهال ووئيل شول د جوډيشل فيلوشپ پروګرام پېل د ھغه عدالتي اصلاحات وژن له مخئ كېږي چې مقصد ئې بين الصوبائي مرستې ته وده وركول، د جوډيشل افسرانو وظيفائي صلاحيتونه زياتول٬ په تحقيق اډانه تعليم٬ عدالتي خېرښګړه او په بېلو صوبو كښې عدالتي تجربو څخه استفاده کول دي۔ چيف جسټس په دې موقع د دې اقدام ستائنې كولو سره ووئيل د دې نوعيت پروګرام د عدالتي ادارو ترمېنځه همكارۍ ته وده وركوي٬ د غوره عدالتي طريقه كار د تبادلې موقع وركوي او د جوډیشل افسرانو وظيفائي استعداد لا مضبوطوي۔ ده ووئيل د اعلیٰ معیار عدالتي تعلیم او د انصاف بین الصوبائي روابطو رسنه كښې يووالے٬ معيار او اولسي باور ته وده وركول ډېر مهم دي۔ په دې موقع چیف جسټس ګډون كوٶنكي په عدليه كښې د جاري اصلاحاتي پروګرام نه هم خبر كړل۔











