اسلام آباد 08 جولائي (اے پي پي) د خزاني وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب وئيلي دي ريګوليټري ادارو ته کاروبار او سرمايه کارۍ كښې آسانو وركولو سره سره مارکيټ كښې سپېځلي، منصفانه او سازګار کاروباري ماحول باوري كولو لپاره د اړوند قوانين مؤثره نفاذ هم باوري كولو ته اړتيا ده،د سرمايه کارۍ ودې ، کاروباري پرمختګ او د مارکيټ اعتماد قوي كولو لپاره کاروبار دوسته ريګوليټري فريم ورك ته …
د خزاني وزير محمد اورنګزيب د اېس اي سي پي کارګردګۍ جاج واخست، د ريګوليټرز کاروباري آسانيو سره سره د قانون موثره نفاذ باوري كولو سپارښتنه

مزید خبریں
اسلام آباد 08 جولائي (اے پي پي) د خزاني وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب وئيلي دي ريګوليټري ادارو ته کاروبار او سرمايه کارۍ كښې آسانو وركولو سره سره مارکيټ كښې سپېځلي، منصفانه او سازګار کاروباري ماحول باوري كولو لپاره د اړوند قوانين مؤثره نفاذ هم باوري كولو ته اړتيا ده،د سرمايه کارۍ ودې ، کاروباري پرمختګ او د مارکيټ اعتماد قوي كولو لپاره کاروبار دوسته ريګوليټري فريم ورك ته اړتيا ده۔د دې خيالاتو څرګندونه ده سکيورټيز اينډ ايکسچينج کميشن آف پاکستان کمېشن کارکردګۍ جاج اخستلو،کيپټل مارکيټ ته پراختيا وركولو او ځائې و غير ملکي سرمايه کارو اسانيو لپاره په شوو اصلاحات د غونډي مشري كولو سره وكړه۔په غونډه كښې د اېس اي سي پي چيئرمين ډاکټر کبير احمد سدھو، کمشنرز امتياز حيدر، محمد علي فريد خواجه، مظفر احمد مرزا او ذيشان رحمان خټك پشمول سينئر چارواكو ګډون وكړو۔د خزاني وزير صلاحكار خرم شهزاد او عمر اېم خان هم په غونډه كښې موجود وو۔ډاکټر کبير احمد سدھو د خزاني وزير له د اېس اي سي پي په کارکردګۍ بريفنګ وركړو۔ده ووئيل د تيرو 6 مياشتو په مهال ريکارډ 18,057 نوي کمپنۍ رجسټر شوي ، 149 نوي نان بينکنګ فنانس کمپنيو له مختلف سروسز وركولو لائسنسز جاري کړې شوي او سندھ كښې د تھرډ پارټي موټر انشورنس کامياب نفاذ نه پس يواځې درېو مياشتو كښې د تھرډ پارټي موټر انشورنس كښې 1,300 فيصده اضافه شوي۔ده ووئيل سږ كال جنوري نه تر جون يواځې په 6 مياشتو كښې پاکستان سټاك ايکسچينج كښې 10 آئي پي اوز شوي او په دې مهال سټاك مارکيټ كښې د 127,907 نوو سرمايه کارو اضافه شوي چې ورسره د سرمايه کارو مجموعي شميره 583,052 څخه زياته شوې ۔د اېس اي سي پي سپروژن او انفورسمنټ هلو ځلو څخه خبرولو كښې د خزاني وزير ته ووئيل شول په دې مهال کميشن د 75 انسپکشن رپورټس او 13 تحقيقات بشپړ كړي، رولز او ريګوليشنز نان کمپلائنس کوونكو کمپنيو او سرکاري ملکيتي ادارو ته 534 شوکاز نوټسز جاري كړې شوي۔په دې مهال د خزاني وزير ووئيل ريګوليټري ادارو ته کاروبار او سرمايه کارۍ كښې آسانيو وركولو سره سره مارکيټ كښې د سپېځلي، منصفانه او سازګار کاروباري ماحول باوري كولو لپاره د اړوند قوانين مؤثره نفاذ هم باوري كولو ته اړتيا ده،د سرمايه کارۍ ودې ، کاروباري پرمختګ او د مارکيټ اعتماد قوي كولو لپاره کاروبار دوست ريګوليټري فريم ورك ته اړتيا ده











