د كوچنۍ او منځنۍ درجې کاروباري ادارې د قوي پاكستان بنياد دے۔هارون اختر خان

  اسلام آباد 08 جولائي  (اے پي پي) د وزيراعظم خاص مرستيال هارون اختر خان وئيلي دي د كوچنۍ ٬ او منځنۍ درجې كاروباري ادارې د قوي پاكستان بنياد دے۔ ده دا خبره د شورو په ورځ د سمال اېنډ ميډيم انټرپرائزز ډوېلپمنټ اتھارټي (سمېډا) نوي مرکزي دفتر پرانستې دستوره كښې وكړه۔ د پرانستي دستوره كښې د صنعت و پيداوار وزارت سېکرېټري سېف انجم، د سميډا چيف اېګزېکټو افسر ناديه …

 

اسلام آباد 08 جولائي  (اے پي پي) د وزيراعظم خاص مرستيال هارون اختر خان وئيلي دي د كوچنۍ ٬ او منځنۍ درجې كاروباري ادارې د قوي پاكستان بنياد دے۔ ده دا خبره د شورو په ورځ د سمال اېنډ ميډيم انټرپرائزز ډوېلپمنټ اتھارټي (سمېډا) نوي مرکزي دفتر پرانستې دستوره كښې وكړه۔ د پرانستي دستوره كښې د صنعت و پيداوار وزارت سېکرېټري سېف انجم، د سميډا چيف اېګزېکټو افسر ناديه جے سيټھ، د سميډا بورډ آف ډائريکټرز غړو او نورو اعلیٰ چارواكو ګډون وكړو۔په دې موقع په خپله وينا كښې هارون اختر خان ووئيل د وزيراعظم شهباز شريف په سپارښتنه په وړومبي ځل د سميډا مرکزي دفتر اسلام آباد كښې جوړ او په بشپړه ډول فعاله شوې۔ ده ووئيل د وزيراعظم د وژن له مخې سمېډا ته  د كوچنۍ او منځنۍ درجې کاروباري ادارو معاونت، د کاروباري صلاحيتونو ودې او د نجي څانګي قيادت كښې معاشي پرمختګ تندولو لپاره نوري ذمه وارۍ سپارلې شوي۔هارون اختر خان په خپله و ينا كښې ووئيل د كوچنۍ او منځنۍ درجې کاروباري ادارې د قوي پاکستان بنياد دي۔

مزید خبریں