اسلام آباد۔8جولائی(اے پی پی) د كورنيو چارو وزيرمملكت سېنېټر طلال چوهدری خېبر پښتونخوا اسمبلۍ څخه په پاس شوي نوي مراعتي بل سخت ټكونه كولو سره دا سياسي بډې او د تحريك انصاف د دوه مخيزه معيار عكاس ګرځولے دے۔ په خپل وېډيو پېغام كښې ده ووئيل د کے پی كے اسمبلۍ منظور كړے بل او د دې له مخې وركړې كېدونكي غېر عادلانه مراعات په وفاقي حكومت لازم نه …
د كے پي كے حكومت مراعتي بل’’سیاسی بډې‘‘ او د وي آئي پي کلتور تر ټولو ناوړه مثال دے٬ وفاقی حکومت د صوبائي بل منلو پابند نه دے: وزير مملكت طلال چوهدري

مزید خبریں
اسلام آباد۔8جولائی(اے پی پی) د كورنيو چارو وزيرمملكت سېنېټر طلال چوهدری خېبر پښتونخوا اسمبلۍ څخه په پاس شوي نوي مراعتي بل سخت ټكونه كولو سره دا سياسي بډې او د تحريك انصاف د دوه مخيزه معيار عكاس ګرځولے دے۔ په خپل وېډيو پېغام كښې ده ووئيل د کے پی كے اسمبلۍ منظور كړے بل او د دې له مخې وركړې كېدونكي غېر عادلانه مراعات په وفاقي حكومت لازم نه دي۔ ده ووئيل د وي آئي پي كلتور ختمولو ادعا كوونكو د قانون سازۍ د لارې اشرافیه له د مراعات يو نوے او د شرم وړ مثال قائم كړے دے۔ ده د دې عزم پخلے وكړو چې وفاقي حکومت به داسې كومه قانون سازي نافذ نه كړي چې ورسره د هېواد د پاسپورټ رېنكنګ اغېزمند شي يا هغه چې په سياسي بډو اډانه لري۔ ولې چې دا ډول غېر عادلانه مراعات كوم آئيني او اخلاقي حېثيت نه لري









