په كوچنيانو تشدد او هغوي سره د جنسي تېرو مخ په زياتېدونكې پېښې قامي الميه ده٬ مجرمانو ته دې  سمدستي او عبرتناكه سزا وركړې شي ، آرچ بشپ ډاکټر جوزف ارشد

  اسلام آباد۔8جولائی(اے پی پی) د کېتھولک ډائیوسیز اسلام آباد- راولپنډی بشپ آرچ بشپ ډاکټر جوزف ارشد په هېواد كښې په كوچنيانو د تشدد او هغوي سره د جنسي تېرو په زياتېدونكو پېښو ژوره اندېښنه ښكاره كولو سره وئيلي دي دا سنګینه مسئله د سمدستي او مؤثر اقدامات تقاضا لري۔ د شورو په ورځ د كوچنيانو د حقونو د تحفظ په موضوع دستورې ته خپل خطاب كښې آرچ بشپ ډاکټر …

 

اسلام آباد۔8جولائی(اے پی پی) د کېتھولک ډائیوسیز اسلام آباد- راولپنډی بشپ آرچ بشپ ډاکټر جوزف ارشد په هېواد كښې په كوچنيانو د تشدد او هغوي سره د جنسي تېرو په زياتېدونكو پېښو ژوره اندېښنه ښكاره كولو سره وئيلي دي دا سنګینه مسئله د سمدستي او مؤثر اقدامات تقاضا لري۔ د شورو په ورځ د كوچنيانو د حقونو د تحفظ په موضوع دستورې ته خپل خطاب كښې آرچ بشپ ډاکټر جوزف ارشد ووئيل په پاكستان كښې كوچنيانو سره د جنسي تېرو پېښې پرله پسې زياتېږي۔ ده ووئيل دلته رپورټ شوې چې تر ټولو لوي جرم د وګړو تښتول دي او دې څخه ورستو زياتې پېښې د بدفعلۍ او جنسي تېرو رامخې ته شوي دي۔ په ځپلو كوچنيانو كښې 53 فیصده ماشومانې دي ٬ دغسې 11 څخه تر 15 كلونو كوچنيان زيات ځپلې شوي دي۔ ده په وفاقي او صوبائي حكومتونو ٬ قانون نافذ كوونكو ادارو ٬ چائلډ پروټېکشن محکمو او اړوندو ادارو زور راوړو  چې هغوي  په داسې ناوړه جرائمو كښې د ككړو عناصرو خلاف  سمدستي او سپېځلې كاروائي وكړي او هغوي  سمدستي انصاف ته مخامخ كړي۔ آرچ بشپ ډاکټر جوزف ارشد ووئيل کېتھولک ډائیوسیز اسلام آباد-راولپنډی سږ كال د كوچنيانو كال ګرځولے دے چې مقصد يۍ د كوچنيانو وقار ٬ تحفظ ٬  تعليم او همه جهت خېر ښېګړې ته وده وركول دي۔ ده مور پلار ٬ استاذانو ٬ مذهبي لارښودو ٬ مېډيا٬ سول سوسائټۍ او ټولو وګړو ته غږ وكړو چې هغوي د كوچنيانو تحفظ خپله ګډه ذمه واري وګڼي٬ هغوي دې د ذاتي تحفظ په اړه خبر كړي او د شكمنو پېښو سمدستي اطلاع دې اړوندو چارواكو ته وركړي۔ ده ووئيل د كوچنيانو تحفظ يوازې د كورنيو نه بلكې د ټول قام اخلاقي ذمه واري ده۔ ده د دې عزم څرګندونه وكړه چې هر كوچني ته يوه داسې ټولنه وركولو له به په ګډه هڅې كول وي چرته چې هغه له يرې آزاد پاتي شي ٬ عزت او وقار سره ژوند وكړي او د هيلې سره خپل سباؤن پلو مخ په وړاندې مزل وكړے شي۔

مزید خبریں