کوئټه 08 جولائي (اے پي پي) د بلوچستان اسمبلۍ دوهمې سپيکرې غزاله ګوله په زيارت پوليس پوسته د ترهګرو بريد غندلو سره د شهيدانو كورنيو سره د غم دړد او افسوس څرګندونه وكړه۔ د شورو په ورځ خپل بيان كښې دې ووئيل امن و امان او د وګرو تحفظ په خاطر خپل ځانونه قربانونكي پوليس اهلكار د قام اتلان دي٬ قام او هېواد لپاره د دوي قربانۍ به عبث …
د بلوچستان اسمبلۍ دوهمې سپيکرې په زيارت پوليس پوسته د ترهګرو بريد وغندلو

مزید خبریں
کوئټه 08 جولائي (اے پي پي) د بلوچستان اسمبلۍ دوهمې سپيکرې غزاله ګوله په زيارت پوليس پوسته د ترهګرو بريد غندلو سره د شهيدانو كورنيو سره د غم دړد او افسوس څرګندونه وكړه۔ د شورو په ورځ خپل بيان كښې دې ووئيل امن و امان او د وګرو تحفظ په خاطر خپل ځانونه قربانونكي پوليس اهلكار د قام اتلان دي٬ قام او هېواد لپاره د دوي قربانۍ به عبث نه ځي۔ دې ووئيل د امن دښمنه عناصر او د هغوي بزدلانه کارروائۍ ماسټر مائنډز دې په سمدستي توګه ګرفتار او انصاف سره مخ كړې شي او په سيمه كښې دې د امنيت انتظامات لا سخت كړے شي۔ دې د شهيدانو لوړو درجو لپاره دعا كولو سره د ژوبل شوو زر روغتيا لپاره هم دعا وكړه









