اسلام آباد۔8جولائی(اے پی پی) د تاريخ تر ټولو ناوړه بحران ښكار افغان اولس د طالبان رجيم آمرانه نظام په اړه سختې پوښتنې رامخې ته كړې دي۔ د طالبان رجیم نااهله پالېسيو افغان اولس د تاريخ تر ټولو ناوړه د بشري بحران دلدل ته ديكه كړو۔ افغان وګړو ته بنيادي بشري حقونه وركولو كښې ناكامه طالبان رجيم يوازې د ترهګرۍ په سرپرستۍ كولو كښې مصروف دے۔ د افغان ورځپاڼې هشت …
افغان اولس د تاريخ تر ټولو ناوړه بحران سره مخ دے ٬ د طالبان رجيم آمرانه نظام په اړه سختې پوښتنې

مزید خبریں
اسلام آباد۔8جولائی(اے پی پی) د تاريخ تر ټولو ناوړه بحران ښكار افغان اولس د طالبان رجيم آمرانه نظام په اړه سختې پوښتنې رامخې ته كړې دي۔ د طالبان رجیم نااهله پالېسيو افغان اولس د تاريخ تر ټولو ناوړه د بشري بحران دلدل ته ديكه كړو۔ افغان وګړو ته بنيادي بشري حقونه وركولو كښې ناكامه طالبان رجيم يوازې د ترهګرۍ په سرپرستۍ كولو كښې مصروف دے۔ د افغان ورځپاڼې هشت صبح له مخې د ملګرو ملتونو د بشري مرستې ادارې (او سی اېچ اے) په افغان خاوره د لكھونو په شمېر كورنيو د زياتو ځپلې كېدو تصديق كړے دے۔ په اېكس يو بيان كښې او سی اېچ اے وئيلي دي چ د نړيوالې ميډيا نظر څخه لرې پاتې كېدو باوجود د طالبان د تسلط لاندې ژوند كونكے افغان اولس سنګين بشري بحران سره مخ دے ، په افغانستان كښې د روزګار زيات كمي 74 فیصده افغانان د فقر او لوږې سره مخ كړې دي۔ د افغان طالبان رجيم په ناوړه نظام ټكونه كولو سره يو افغان وګړي ووئيل د څښلو پاكو اوبو كمي د افغان وګړو ژوند زيات ګران كړے دے۔ د پخواني افغان صدر وياند صدیق صدیقی له مخې نااهله افغان طالبان رجيم افغانستان د نړۍ تر ټولو غريب هېواد جوړ كړے ۔ هغه د 29 ملینه افغان وګړو د بې وزلۍ كرښې څخه لاندې د ژوند كولو انكشاف هم وكړو









