اسلام آباد۔8جولائی(اے پی پی) د خزانې وفاقي وزير سېنېټر اورنګزېب وئيلي دي د پاكستان په معاشي اصلاحات او مالیاتی استحکام نړيوال باور زيات مضبوط شوے ، معاشي اصلاحات او مؤثره معاشي پالېسيو سره د هېواد اقتصادي كاركردګي پرله پسې ښه كيږي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د اېس اېنډ پی ګلوبل رېټنګز پلاوي سره ملاقات كښې وكړه، په دې مهال د هېواد به معاشي صورتحال ، په کرېډټ پروفائل …
د پاكستان په معاشي اصلاحات او مالياتي استحكام نړيوال باور زيات شوے ، د هېواد اقتصادي كاركردګي مخ په ښه كېدو ده: سېنېټر اورنګزېب

مزید خبریں
اسلام آباد۔8جولائی(اے پی پی) د خزانې وفاقي وزير سېنېټر اورنګزېب وئيلي دي د پاكستان په معاشي اصلاحات او مالیاتی استحکام نړيوال باور زيات مضبوط شوے ، معاشي اصلاحات او مؤثره معاشي پالېسيو سره د هېواد اقتصادي كاركردګي پرله پسې ښه كيږي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د اېس اېنډ پی ګلوبل رېټنګز پلاوي سره ملاقات كښې وكړه، په دې مهال د هېواد به معاشي صورتحال ، په کرېډټ پروفائل او اصلاحاتی ایجنډا هم خبرې وشوې۔ اېس اېنډ پی ګلوبل رېټنګز د پاكستان معاشي اصلاحات ، مالیاتی نظم و ضبط، د پورونو پائيدارۍ او معاشی استحکام لپاره حكومتي عزم وستائېلو۔ د خزانې وزير ووئيل د مالی سال27-2026 بجټ له مخې د پاكستان معاشي بنيادي اشارو كښې بهتري رامخې ته شوې ده۔ پلاوې د ټېکس، توان، د سرکاری ادارو، نجکارۍ، ګورننس او مالیاتی نظم ونسق كښې روان اصلاحات څخه خبر كړے شو۔ د خزانې وفاقي وزير وېنا وه چې پرله پسې اصلاحات او مالياتي نظم وضبط سره د پاكستان معيشت او نړيوال باور دواړه مضبوطيږي









