اسلام آباد 08 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي چې ماحول دوست كلين٬ ارزان او تل پاتې توان لپاره د نمر توان څخه استفاده زياتول د قامي انرژۍ پالسېۍ مهمه برخه ده٬ د 100 مېګاٶاټ سولر منصوبه د ګلګت بلتستان اولس لپاره د وفاقي حكومت لخوا ډالۍ ده، د پاور ډويژن دې د منصوبې په وخت بشپړولو له خپلې ذمه وارۍ ترسره كړي۔ د شورو …
ماحول دوست كلين٬ ارزان او تل پاتې توان لپاره د مر توان وده د قامي انرژۍ اهمه برخه ده٬ د سل مېګاٶاټ سولر منصوبه د ګلګت بلتستان اولس لپاره د وفاقي حكومت لخوا ډالۍ ده۔ وزيراعظم محمد شهباز شريف
اسلام آباد 08 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي چې ماحول دوست كلين٬ ارزان او تل پاتې توان لپاره د نمر توان څخه استفاده زياتول د قامي انرژۍ پالسېۍ مهمه برخه ده٬ د 100 مېګاٶاټ سولر منصوبه د ګلګت بلتستان اولس لپاره د وفاقي حكومت لخوا ډالۍ ده، د پاور ډويژن دې د منصوبې په وخت بشپړولو له خپلې ذمه وارۍ ترسره كړي۔ د شورو په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخ د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ ګلګت بلتستان لپاره د 100 ميګا واټ شمسي توان منصوبې په اړه د جاج اغستو غونډه وشوه چې پكښې د توان ډوېژن وفاقي وزير سردار اويس لغاري، وزير مملکت بلال اظهر کياني او اړوند اعليٰ سرکاري چارواكو ګډون وكړو ٬ غونډې ته د ګلګت بلتستان د نمر توان په منصوبې د پېشرفت په اړه بريفنګ وركړے شو۔ وزيراعظم محمد شهباز شريف ووئيل د 100 مېګاٶاټ سولر منصوبه د ګلګت بلتستان اولس لپاره د وفاقي حكومت ډالۍ ده، پاور ډويژن دې د منصوبې تنصيب او په وخت بشپړتيا له خپلې ذمه وارۍ ترسره كړي۔ وزيراعظم امر وكړو چې سولر منصوبې لپاره د پرچېزنګ عمل كښې دې مكمل سپځلتيا باوري كړې شي، ټولې ادائيګۍ دې د درېم فريق د توثيق نه پس وكړې شي۔ غونډې ته ووئيل شول د منصوبې له مخئ به د 499 سرکاري ودانيو په بامونو د بيټري سټوريج پشمول د 18 ميګاواټ سولر سسټم تر دسمبر كال 2026 ولګولې شي٬ د 82 ميګاواټ يوټيليټي سکيل سولر منصوبې پي سي ون منظورۍ لپاره ايکنک ته لېږلې شوي ، د 82 ميګاواټ سولر منصوبې څخه به نزدې 13 لکه كسان مستفيد شي، د منصوبې بشپړېدو سره به په ګلګت بلتستان كښې د سروس معيار ښه شي او د لوډ شيډنګ خاتمې له به مرسته ترلاسه شي۔











