د كورنيو چارو وزیر محسن نقوي د سري لنکا خپل هم منصب سره ملاقات، د شرېكې خوښې په چارو  او د امنيت په مرسته د خیالاتو څرګندونه

  نیویارک  08 جولائي  (اے پي پي) د كورنيو چارو او د نشه اي توكو د مخ نيوي وفاقي وزیر محسن نقوي د ملګرو ملتونو په هېډ كوارټر كښې د سري لنکا خپل هم منصب آنند وجے پالا سره   ملاقات وكړو  چې پكښې د  شرېكې خوښې په چارو او د امنيت  په  مرسته  خبرې وشوې۔ دواړو لارښودو د نشه اي توكو مخ نيوي  په اړه هم  مؤثر کوآرډینیشن او د …

 

نیویارک  08 جولائي  (اے پي پي) د كورنيو چارو او د نشه اي توكو د مخ نيوي وفاقي وزیر محسن نقوي د ملګرو ملتونو په هېډ كوارټر كښې د سري لنکا خپل هم منصب آنند وجے پالا سره   ملاقات وكړو  چې پكښې د  شرېكې خوښې په چارو او د امنيت  په  مرسته  خبرې وشوې۔ دواړو لارښودو د نشه اي توكو مخ نيوي  په اړه هم  مؤثر کوآرډینیشن او د پولیس ټریننګ لپاره د شرېكې مرستې لا زياتولو پرېكړه وكړه  ۔ د دې نه  علاوہ د غیر قانوني امیګریشن او په  جعلي پاسپورټ سفر کرونكو عناصر مخ نيوي له هم  په همكارۍ تندولو اتفاق وكړے شو  د كوم تر مخه به چې د دواړو هېوادونو  د امیګریشن مشران زر تر زره د يو بل سره رابطه كوي ۔دواړو  وزيرانو د جرائم پیشه كسانو نیټ ورکس او د  مني لانډرنګ خاتمې لپاره   په يو مفاهمتي یادداښت (ایم او یو) هم خبرې وكړې ۔ دغسې دا مرسته  سباون كښې   په مستقل بنیادونو وړاندې بوتللو لپاره  دواړو  وزارتونو  د يو  ’’جوائټټ ورکنګ ګروپ‘‘  جوړولو  او د ویزا په اړه د پیښو  مسائلو  په ترجیحي بنیادونو حل کولو ته هم  اتفاق وكړو