اسلام آباد۔8جولائی(اے پی پی) د رېلوے وفاقي وزير حنيف عباسي د نوموړي سماجي لارښود عبد الستار اېدھي د لسم تلين په موقعه غم ځپلې انسانيت لپاره د هغه د قدر وړ خذمات ته پېرزوئنې وړاندې كړې دي۔ په خپل خصوصي پېغام كښې د رېلوے وفاقي وزير ووئيل عبدالستار ایدھی د انسانيت د خذمت هغه تلپاتې مثال قائم كړے كوم ته به چې قام تل د قدر په نظر ګوري۔ ده …
د وفاقي وزير حنيف عباسي سماجي لارښود عبد الستار اېدھي ته د هغه په لسم تلين پېرزوئنې
اسلام آباد۔8جولائی(اے پی پی) د رېلوے وفاقي وزير حنيف عباسي د نوموړي سماجي لارښود عبد الستار اېدھي د لسم تلين په موقعه غم ځپلې انسانيت لپاره د هغه د قدر وړ خذمات ته پېرزوئنې وړاندې كړې دي۔ په خپل خصوصي پېغام كښې د رېلوے وفاقي وزير ووئيل عبدالستار ایدھی د انسانيت د خذمت هغه تلپاتې مثال قائم كړے كوم ته به چې قام تل د قدر په نظر ګوري۔ ده ووئيل د اېدھي صاحب ژوند د ايثار ٬ مينې او خذمت يو روښانه باب دے او هغه د غم ځپلي اولس خذمت د خپل ژوند يوازينے مقصد جوړ كړے و۔ ده په دې خبره زور راوړو چې زمونږ ځوان كول له به د اېدھي صاحب كردار او د هغه جذبې څخه لارښودنه ترلاسه كول وي۔ ده ارواښاد عبد الستار اېدھي له د لوړو درجو دعا وكړه۔ ده ووئيل د هغه بشر دوستي او د خېر ښېګړې خذمات به په تاريخ كښې تل ياد ساتلې شي۔








