د لنډ مهاله صدر سيد يوسف رضا ګيلاني چين كښې د سختو بارانونو او سېلاب د لاسه په شوي ځاني او مالي زيان د افسوس څرګندونه

اسلام آباد۔8جولائی(اے پی پی) لنډ مهاله صدر سيد يوسف رضا ګيلاني چين كښې د سختو بارانونو او سېلاب د لاسه په رامخې ته شوي ځاني او مالي زيان د ژور غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د شورو په ورځ د جاري شوي بيان له مخې لنډ مهاله صدر ووئيل د قدرتي  آفت په دې سخت وخت كښې د پاكستان اولس د خپلو …

اسلام آباد۔8جولائی(اے پی پی) لنډ مهاله صدر سيد يوسف رضا ګيلاني چين كښې د سختو بارانونو او سېلاب د لاسه په رامخې ته شوي ځاني او مالي زيان د ژور غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د شورو په ورځ د جاري شوي بيان له مخې لنډ مهاله صدر ووئيل د قدرتي  آفت په دې سخت وخت كښې د پاكستان اولس د خپلو چينائي ورونړو خوېندو په غم كښې يو برابر شريك دے۔ ده ووئيل د پاكستان او چين تلپاتې ملګرتيا په هر سخت و خت كښې لا مضبوطه پاتې شوې ده۔