اسلام آباد۔8جولائی(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف د چين په بېلو سيمو كښې د تباهي خپرونكي طوفان ، سختو بارانونو او د خاورو كمرو پرېوتو پېښو د لاسه په شوي ځاني او مالي زيان د ژور غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ د شورو په ورځ په اېكس خپل بيان كښې وزيراعظم ووئيل د چین په ګوانګ شی ژوانګ سيمه او هوبے او ګانسو صوبو كښې د طوفان ٬ …
د وزيراعظم چين كښې د طوفان او سختو بارانونو د لاسه په شوي ځاني او مالي زيان د ژور غم دړد او افسوس څرګندونه
اسلام آباد۔8جولائی(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف د چين په بېلو سيمو كښې د تباهي خپرونكي طوفان ، سختو بارانونو او د خاورو كمرو پرېوتو پېښو د لاسه په شوي ځاني او مالي زيان د ژور غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ د شورو په ورځ په اېكس خپل بيان كښې وزيراعظم ووئيل د چین په ګوانګ شی ژوانګ سيمه او هوبے او ګانسو صوبو كښې د طوفان ٬ سختو بارانونو او د كمرو پرېوتو پېښو كښې په شوي قيمتي ځان او مالي زيان د سخت افسوس څرګندونه كوم۔ ده د پاكستاني اولس او خپل اړخه صدر شي جن پنګ ٬ د چين حكومت ٬ اولس او په خاص توګه غمجنيو كورنيو سره د زړه له كومي غمرازي او خواخوږي وكړه۔ وزيراعظم ووئيل په دې سخت وخت كښې مونږ چينائي ورونړو خوېندو سره د بشپړه يووالي څرګندونه كوم او د ژوبل شوو زر روغتيا له لاس په دعا يو۔












