ټول سټيك هولډرز دې د پوليو مخ نيوي هلې ځلې لا ګرندې كړي۔د وزيراعظم محمد شهباز شريف د پوليو نګرانۍ بورډ پلاوي سره خبرې

  اسلام آباد ۔07 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د خېبرپښتونخوا سوئېلي ضلعو او د پوليو هاټ سپارټس ته د خاص پام لرنې امر سره وئېلي دي په هېواد كښې د پوليو خاتمه مهمه قامي ترجيح ده٬ټول سټيك هولډرز دې د پوليو مخ نيوي لپاره شريكې هلې ځلې لا ګړندې كړي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د پوليو نګرانۍ كونكي بورډ 7 كسيزه پلاوي سره خبرو كښې وكړه …

 

اسلام آباد ۔07 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د خېبرپښتونخوا سوئېلي ضلعو او د پوليو هاټ سپارټس ته د خاص پام لرنې امر سره وئېلي دي په هېواد كښې د پوليو خاتمه مهمه قامي ترجيح ده٬ټول سټيك هولډرز دې د پوليو مخ نيوي لپاره شريكې هلې ځلې لا ګړندې كړي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د پوليو نګرانۍ كونكي بورډ 7 كسيزه پلاوي سره خبرو كښې وكړه چا چې د نهې په ورځ ده سره ملاقات كولو۔د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ ترمخه جاري بيان له مخې پلاوي كښې د روټري د پوليو اوور سائيټ بورډ مشر مائيك ميكګور٬د ګيټس فاؤنډېشن ګلوبل ډوېلپمنټ صدر كرس ايلائيس٬د ډبليو ايچ او ريجنل ډائرېكټر ډاكټر حنان بلخي٬د يونيسف٬ګاوي او پاكستان كښې د پوليو مخ نيوي لپاره د مرستياله نورو شراكتدارو استازو ګډون كولو۔وزيراعظم د پلاوي هركلے وكړو او د پوليو د مخ نيوي د ټولو شراكتدارو د پاكستان حكومت سره د مرستې يې مننه وكړه۔ده ووئيل د پاكستان د كوچنيانو سباؤن د پوليو غوندې مرګونې رنځ څخه ساتلو له هر ممكن اقدام كوو۔وزيراعظم په غونډه كښې د پوليو څخه پاك پاكستان د عزم تجديد كولو سره ووئيل د پوليو خاتمه مهمه قامي ترجيح ده٬ټول سټيك هولډرز دې د پوليو مخ نيوي شريكې هلې ځلې لا ګړندې كړي۔وزيراعظم د سوئېلي خېبرپښتونخوا د پوليو هاټ سپاټس ته د خاص پام لرنې او د موثر تګلارې جوړولو امر وكړو۔ده روټري انټرنېشنل٬د ګيټس فاؤنډېشن ٬د ډبليو ايچ او٬د يونيسف او د كنګ سلمان ريليف٬ سنټر فار ډيزيز كنټرول اينډ پريوينشن يو ايس اے او د ټولو شراكتدارو پوليو مخ نيوي په اړه اقدامات د زړه نه مننه وكړه۔وزيراعظم ووئيل د صحت وزير٬ وزير مملكت٬د پوليو مخ نيوي فوكل پرسن٬د پوليو مخ نيوي د نشېنل كوآرډينيټر او د حكومتي ډلې د ټولو غړو د پوليو مخ نيوي لپاره اقدامات د ستائنې دي۔پلاوي د پوليو فري پاكستان لپاره د حكومت د موثر اقداماتو ستائنې سره په ښكاره پیشرفت وزيراعظم ته پيرزوئنې وړاندې كړی۔په دې مهال د صحت وفاقي وزير٬د وزيراعظم د پوليو مخ نيوي فوكل پرسن سينيټر عائشه فاروق او اړوند چارواكي موجود وو