بلاول بھټو زرداري د ګلګت بلتستان حکومت ته د 100 ورځو پلان جوړولو سپارښتنه وكړه

  ګلګت 07 جولائي (اے پي پي) د پاکستان پيپلز پارټۍ چيئرمېن بلاول بھټو زرداري په مشرۍ كښې وزيراعليٰ هاؤس ګلګت كښې د پاکستان پيپلز پارټۍ ګلګت بلتستان يوه مهمه غونډه وشوه،چې پكښې د ګلګت بلتستان پخواني ګورنر قمر زمان کائره، د ګلګت بلتستان وزيراعليٰ امجد حسين ايډووکيټ، د ګوند عهديدارو او لارښودو ګډون وكړو۔د غونډي په مهال د ګوند عهديدارو چيئرمين بلاول بھټو زرداري ته اوسنو ټاكنو په اړه …

 

ګلګت 07 جولائي (اے پي پي) د پاکستان پيپلز پارټۍ چيئرمېن بلاول بھټو زرداري په مشرۍ كښې وزيراعليٰ هاؤس ګلګت كښې د پاکستان پيپلز پارټۍ ګلګت بلتستان يوه مهمه غونډه وشوه،چې پكښې د ګلګت بلتستان پخواني ګورنر قمر زمان کائره، د ګلګت بلتستان وزيراعليٰ امجد حسين ايډووکيټ، د ګوند عهديدارو او لارښودو ګډون وكړو۔د غونډي په مهال د ګوند عهديدارو چيئرمين بلاول بھټو زرداري ته اوسنو ټاكنو په اړه خپل تفصيلي رپورټ وړاندې كړو او ګلګت بلتستان كښې انتظامي چاري لا ښه كولو لپاره ئې بيل تجاويز هم وركړل۔په دې موقع بلاول بھټو  د ګوند لارښودو او حکومت ته سپارښتنه وكړه چې بندو كوټو كښې نه بلكه د اولس ترمينځه پاتي كيدو سره حکومت وچلوي او اولسي مسئلي حل كولو ته پام لرنه وكړي ۔ده سپارښتنه وكړه چې  د ګلګت بلتستان پرمختګ او اولسي ښېګړې لپاره د  100 ورځو جامع منصوبه دې جوړه ګړې شي او په ټاكلي  وخت دې د کارکردګۍ رپورټ وړاندې كړے شي۔