اسلام آباد07 جولائي (اے پي پي)د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او خاص اقدامات وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال د امريكې دورې په مهال د الينوائے انسټي ټيوټ آف ټېكنالوجي(آئي آئي ټي)شكاګو صدر راج اچمباي سره مهم ملاقات وكړو چې پكښې د پاكستان او آئي آئي ټي ترمينځه د اعلٰی تعليم٬تحقيق٬اختراع او افرادي قوت پرمختګ په څانګو كښې مرستې زياتولو ته اتفاق راغلو۔د نهې په ورځ د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او خاص اقدامات …
د وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال په امريكا كښې مهم ملاقاتونه٬ د تعليمي مرستې او دسرمايه كارۍ نوې روښانه امكانات
اسلام آباد07 جولائي (اے پي پي)د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او خاص اقدامات وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال د امريكې دورې په مهال د الينوائے انسټي ټيوټ آف ټېكنالوجي(آئي آئي ټي)شكاګو صدر راج اچمباي سره مهم ملاقات وكړو چې پكښې د پاكستان او آئي آئي ټي ترمينځه د اعلٰی تعليم٬تحقيق٬اختراع او افرادي قوت پرمختګ په څانګو كښې مرستې زياتولو ته اتفاق راغلو۔د نهې په ورځ د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او خاص اقدامات وزارت لخوا جاري شوي پرېس ريليز له مخې په ملاقات كښې دواړو ډلو د زده كوونكو او استاذانو تبادلې٬شريكو تحقيقي پروژو٬ د صنعتي روابط ودې او تعليمي همكارۍ ته لا پراختيا وركولو ته اتفاق وكړو ۔په دې موقع د آئي آئي ټي صدر راج اچمبادي په پاكستان كښې د آئي آئي ټي كيمپس جوړولو كښې خوښي ولرله او د پاكستان آئي ټي ادارو د كار استعداد زياتولو او صنعت سره روابط قوي كولو له يې د مرستې باور هم وركړو ۔وفاقي وزير احسن اقبال ووئېل پاكستان كښې به د آئي آئي ټي كيمپس قيام د هېواد تعليمي څانګې لپاره يو تاريخي پېشرفت ثابت شي۔د دې نه علاوه وفاقي وزير احسن اقبال د شكاګو ميئر برينډن جانسن سره هم ملاقات وكړو چې پكښې تعليم٬ د وګړو په مرسته٬پاك-امريكا اړيكو او د سيمه ايز امن پشمول په بيلو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔پروفيسر احسن اقبال ميئر برينډن جانسن ته تعليم٬مساوات او د سماجي انصاف ودې لپاره په خذمات پيرزوئنې وړاندې كړی۔په ملاقات كښې د لاهور او شكاګو ترمينځه د سسټر سټيز اړيكې لا قوي كولو او د تعليمي او كلتوري روابطو زياتولو ته هم اتفاق راغلو ۔وفاقي وزير ميئر د شكاګو پوهنتونونو سره د پاكستان نوې تعليمي شراكتدارو څخه خبرولو كښې ووئېل پاكستان منطقه كښې به د امن او استحكام ودې او د ايران-امريكا تاؤ تريخوالي خاتمې لپاره خپل مثبت او تعميري كردار ادا كوي۔په دې موقع ميئر برينډن جانسن په منطقه كښې امن لپاره د پاكستان هڅې ستائېلو سره د پاكستان او امريكې پوهنتونونو ترمينځه د مرستې ودې له د بشپړ ملاتړ باور وركړو ۔هغه د احسن اقبال بلنه قبلولو سره نزدې سبازن كښې د پاكستان او لاهور دورې له خوښي څرګندونه كړه ۔









