خیبرپښتونخوا كښې هيڅ ترقي نه ده راغلې ، وزیراعلیٰ او  صوبائي کابینې تر اوسه د اډیاله زندان نه بهر  په ناسته او د صوبې وسائلو په ضائع کولو زور راوړے دے ، ډاکټر طارق فضل چوهدري

  اسلام آباد۔7جولائی  (اے پي پي )د پارلماني چارو وفاقي وزیر ډاکټر طارق فضل چوهدري وئېلي دي  خیبرپښتونخوا كښې د حکومت جورېدو نه پس صوبه كښې هيڅ ترقي نه ده راغلې، وزیراعلیٰ او د صوبائي کابینې غړو  تر اوسه يوازې د اډیاله زندان نه بهر  په ناسته او د  صوبې د وسائلو په ضائع کولو  زور راوړے دے ۔ د نهې په ورځ د سماجي رابطې په ویب  پاڼه ایکس …

 

اسلام آباد۔7جولائی  (اے پي پي )د پارلماني چارو وفاقي وزیر ډاکټر طارق فضل چوهدري وئېلي دي  خیبرپښتونخوا كښې د حکومت جورېدو نه پس صوبه كښې هيڅ ترقي نه ده راغلې، وزیراعلیٰ او د صوبائي کابینې غړو  تر اوسه يوازې د اډیاله زندان نه بهر  په ناسته او د  صوبې د وسائلو په ضائع کولو  زور راوړے دے ۔ د نهې په ورځ د سماجي رابطې په ویب  پاڼه ایکس  يو بیان كښې ده ووئېل د خیبرپښتونخوا اسمبلۍ كښې د اولسي ریلیف  په ځائے د غړو  د ذاتي مفادات بل وړاندې كړے شو٬  غړي د ټول ټیکس نه مستثنیٰ ګرځول كومه فلاحي منصوبه ده ؟ ده ووئېل د کے پي د اسمبلۍ غړي تر اوسه د  8 ممنوعه بور د وسلې  لائسنس  تر لاسه كولې شي ، د اسمبلۍ غړو او د هغوي كور ودانو ته د تاحیات بلیو پاسپورټ  وركولو چمتوالے نيولے كېږي ، د کے پي د اسمبلۍ غړي به  په سرکاري ګیسټ هاوس كښې 3 ورحې وړيا قیام کولې شي

مزید خبریں