اسلام آباد 07 جولائي (اے پي پي) پاکستان او د کرغز جمهوريه سټريټجک شراکت دارۍ جوړولو له د خپل قوي عزم پخلي سره تجارت، معيشت او سرمايه کارۍ په څانګو كښې دوه اړخيزه مرستي ته د لا ودې په وركولو زور راوړو۔د نهي په ورځ جاري شريكي اعلاميې له مخې دا اتفاقِ د صدر آصف علي زرداري د کرغز جمهوريه سرکاري دورې په مهال رامخې ته شو څوك چې د …
د پاکستان او کرغزستان سټريټجکي شراکت دارۍ جوړولو له د عزم پخلے

مزید خبریں
اسلام آباد 07 جولائي (اے پي پي) پاکستان او د کرغز جمهوريه سټريټجک شراکت دارۍ جوړولو له د خپل قوي عزم پخلي سره تجارت، معيشت او سرمايه کارۍ په څانګو كښې دوه اړخيزه مرستي ته د لا ودې په وركولو زور راوړو۔د نهي په ورځ جاري شريكي اعلاميې له مخې دا اتفاقِ د صدر آصف علي زرداري د کرغز جمهوريه سرکاري دورې په مهال رامخې ته شو څوك چې د کرغز جمهوريه صدر سادير ژاپاروف په بلنه دوره كوي۔ د صدر مملکت د کرغزستان دورې په مهال په شوو خبرو اترو اډانه شريكې اعلاميې له مخې دواړو مشرانو د روايتي ملګرتيا،شريك باور او قوي همغږۍ په فضا كښې تفصيلي او د نتيجې وړ خبرې وكړې او د پاکستان او کرغزستان ترمينځه د اړيكو په مسلسل مثبت پيشرفت ئې د اطمينان څرګندونه وكړه۔دواړو لارښودو دوه اړخيزه مرستي لا قوي كولو له د خپل شريك عزم پخلې سره دسمبر 2025 كښې د کرغز صدر د پاكستان دورې په مهال په ترسره شوو لوظ نامو په وخت او مؤثره عملدرآمد په اهميت زور راوړو۔د دواړو هېوادونو فعاله سياسي مکالمې روانو ساتلو ، اعليٰ پائې راطبو ته لا ودې وركولو او د پارليمانونو ، حکومتونو او خارجه وزارتِ ترمينځه اداره جاتي مرستي لا قوي كولو حاجت ته يې اتفاق وكړو ۔ دواړو لارښودو د خپلو حکومتونو، اړوندو وزارتونو او ادارو ته سپارښتنه وكړه چې په ترسره شوو لوظ نامو عملدرآمد لپاره دې شريكي هڅي تندي كړې شي او تجارت، سرمايه کارۍ او کاروباري رابطو ودي لپاره دې عملي اقدامات وكړے شي۔شريكه اعلاميه كښې د کرغز-پاکستان بين الحکومتي کميشن د مرستي او شريك ورکنګ ګروپس کارکردګۍ په لا مؤثره كولو زور راوړلے شو ۔ دواړو هېوادونو د کاروباري وروروليو ترمينځه نيغ په نيغه د رابطو زياتولو، شريكو منصوبو او سرمايه کارۍ موقعو زياتولو له د هر ممكن سرکاري مرستي وركولو د عزم پخلے وكړو۔ اعلاميې له مخې د توان څانګي ، په خاص توګه د کاسا-1000 منصوبه مؤثره او تند رفتاره عملدرآمد له ددواړو هېوادونو د مرستي مركز وګرځوله كومه چې مينځني او سوئيلي اسياﺀ خپلو كښې تړونكې يوه مهمه منصوبه ده۔ دواړو ډلو د کان کني، زراعت، ټيکسټائل، صنعت، حلال صنعت، صحت او داروګانو جوړولو په څانګو كښې د مرستي د پراخه امکانات جاج واخست۔ د داروګانو جوړولو په څانګه كښې طبي تعليم، ريګوليټري همغږۍ ، ويکسين او حياتياتي مصنوعات جوړولو ، شريكو منصوبو او د ډرګ ريګوليټري ادارو ترمينځه د مرستي د لارې تر منډيانو رسنې آسانولو ته اتفاق وكړے شو۔دې نه ځانله ډيجيټل معيشت، اطلاعات و مواصلاتي ټيکنالوجي، سبلګرۍ، بينکاري او مالياتي څانګه كښې همې مرستي زياتولو ته اتفاق وكړے شو۔ دواړو لارښودو ټرانسپورټ، لاجسټکس او ټرانزټ په څانګو كښې د ترسره شوو لوظ نامو په عملي عملدرآمد زور راوړلو سره د سامان د ترسيل حجم زياتولو او د تګ راتګ لاري لا مؤثره كولو له اضافي اقدامات ته اتفاق وكړو۔ ذده كړو، سائنس، كلتور، سېلګړۍ، د ځوانانو تبادلو، طبي تعليم او صحتِ عامه په څانګو كښې مرستي ته لا ودي وركولو او اولسي رابطو لا قوي كولو له د عزم پخلے وشو۔د سلامتيا په څانګه كښې دواړو هېوادونو د ترهه ګرۍ ، انتها خوښۍ ، د منشيات غير قانوني قاچاق مخ ، د منظم جرمونو ، غير قانوني هجرت، سائبر جرمونو او د نورو جديد خطرو مخنيوي لپاره مرستي زياتولو ته سهم سلاح يوه شوه ۔ منطقه او نړۍ كښې د ترهه ګرو بريدونو غندنې كولو سره دواړه لارښود دې خبري ته يوه خله شول چې امن و استحکام د پرمختګ او سوكالۍ لپاره ضروري دے او د ملګرو ملتونو ، شنګھائي مرستي تنظيم او اسلامي مرستي تنظيم پشمول په ټولو نړيوالو فورمز به د ترهه ګرۍ په ضد شريكي هڅي رواني ساتلې شي۔په نړيوالو چارو خبري كولو سره دواړو لارښودو ووئيل يو اړخيزه اقتصادي او مالياتي بنديزونه د ملګرو ملتونو د منشور او نړيوال قانون اصولو په ضد دي،كوم چې نړيوال غذائي او توان تحفظ متاثره كولو سره سره د ملګرو ملتونو پائيدار پرمختيائي اهداف سر كولو كښې هم خنډان جوړيږي ۔ صدر سادير ژاپاروف د ملګرو ملتونو سلامتي کونسل 2027-2028 مودې لپاره د غير مستقل غړي په انتخاب كښې د کرغزستان رکنيت په مرسته كولو د پاكستان مننه وكړه دغسې صدر آصف علي زرداري کرغزستان له په دې کاميابۍ مباركي وركړه۔ کرغز جمهوريه 2025-2026 مودې په مهال د ملګړو ملتونو سلامتي کونسل غير مستقل غړي په حيث سره د نړيوال امن و سلامتيا وده كښې د پاکستان کردار وستائيلو او د سلامتي کونسل قرارداد 2788 (2025) او قرارداد 2823 (2026) د متفقه منظورۍ يې هركلے وكړو۔ اعلاميه كښې مينځني ختيز كښې امن و استحکام لپاره د پاکستان د ثالثۍ هڅي ههم وستائيلي شوې او د اسلام آباد مفاهمتي يادداښت لاس ليك كولو هركلے وشو۔دواړو لارښودو د ټولو شخړو امناكه هواري، د ملګرو ملتونو د منشور د اصولو پاسداري او مينځني او د سوئيلي اسياﺀ ترمينځه د ملګرتيا او رابطو ودي لپاره محفوظ او ښه ماحول په حاجت زور راوړو۔ کرغز جمهوريه پاکستان له د 31 اګست نه تر 7 ستمبر 2026 كيدونكې 6م نميډ ګيمز كښې د ګډون كولو بلنه هم وركړه كومو له چې پاکستان د اعليٰ پائې پلاوي او د لوبو ډلو ليږلو تصديق وكړو۔د دورې په آخر صدر مملکت آصف علي زرداري کرغز اولس او صدر سادير ژاپاروف د اړخه په تود هركلي كولو او ميلمستيا مننه وكړه او کرغز صدر له ئې د پاکستان سرکاري دورې کولو بلنه وركړه كومه چې هغه قبوله كړه۔د دورې د نيټي ټاكنه به سفارتي ذريعو څخه كولې شي ۔










