اسلام آباد 07 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وفاقي كابينه د تركيې په دوره اعتماد كښې اغستو سره هيله څرګنده كړه چې د پاكستان او تركيې ترمينځه بيلو څانګو كښې اړيكي او ورورولي به لا قوي او مستحكمه شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهي په ورځ د وفاقي كابينې غونډي ته وينا كښې وكړه۔ وزيراعظم كابينې ته ووئيل ما په تهران كښې د جمعې په …
د پاكستان او تركيې ترمينځه بيلو څانګو كښې اړيكي او ورورولي به لا قوي او مستحكمه شي۔ د وزيراعظم محمد شهباز شريف د وفاقي كابينې غونډي ته وينا

مزید خبریں
اسلام آباد 07 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وفاقي كابينه د تركيې په دوره اعتماد كښې اغستو سره هيله څرګنده كړه چې د پاكستان او تركيې ترمينځه بيلو څانګو كښې اړيكي او ورورولي به لا قوي او مستحكمه شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهي په ورځ د وفاقي كابينې غونډي ته وينا كښې وكړه۔ وزيراعظم كابينې ته ووئيل ما په تهران كښې د جمعې په ورځ د شهيد سپريم ليډر آيت الله سيد علي خامنه اي آخري رسومات كښې ګډون كړے۔ د پاكستان حكومت او اولس د اړخه د ايران سره غمرازي او د يووالي څرګندونه شوې۔ دې نه پس ما د وفاقي كابينې ځيني غړو سره د تركيې دوره وكړه چرته چې مونږ په بزنس كنفرنس كښې كډون وكړو ۔د تركيې سرمايه كارو په ګڼ شمير كنفرنس كښې كډون كولو، په پاور سيكټر، د ډسكوز نجكارۍ ، ټرانسميشن لائنز لائن لاسز، مائنز اينډ منرلز او انرجي سيكټر باندې هم پريزينټيشنز وركړے شو او د تركيې سرمايه كارو په سرمايه كارۍ كښې خوښي ولرله ۔ وزيراعظم ووئيل زما د تركيې دورې په مهال كاروباري ډلو سره ملاقاتونه شوي۔د تركيې كمپنيو ته د توان ، كان كني و معدنيات، انفراسټركچر كښې د سرمايه كارۍ بلنه وركړې شوې۔ ترك كمپنيو له د پاكستان په ترجيحي څانګو كښې د سرمايه كارۍ دائرې پراخه كولو بلنه هم وركړې شوې۔دغسې پاكستان او تركيې ترمينځه رابطو او سرمايه كارۍ زياتولو لپاره په محنت سره كار شوے د كوم به چې په سباؤن كښې ګټه ترلاسه شي او زمونږ شريكو اړيكو او ورورولۍ ته به هم وده ترلاسه شي۔ وزيراعظم ووئيل د تركيې صدر رجب طيب اردوان ملاقات لپاره بلنه راكړې وه ،هغه سره ګټه ورې خبري شوي،سباؤن كښې به زمونږ اړيكي لا مستحكمې او قوي شي۔دې څخه وړاندې وزيراعظم په اسلام آباد كښې د پاك فضائيه آفيسر ګروپ كيپټن عاصم طارق په شهادت د غم دړد څركندونه وكړه څوك چې تيره ورځ د ميرمني په حفاظت كولو كښې شهيد شو۔ده دعا اوكړه چې لوي څښتن دې شهيد له لوړي درجې او غمجني كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔وزيراعظم ووئيل ملزم نيولے شوے،هغه له به د قانون له مخې سخته سزا وركولې شي۔ دغس ېوزيراعظم په بلوچستان كښې د 15 خوارجو په وژلو سكيورټي فورسز ته پيرزوئنې وړاندې كړي۔ دغسې د وفاقي كابينې په غونډه كښې د شهيدانو لوړو درجو لپاره دعا هم وكړې شوه۔










