اسلام آباد۔7جولائي (اے پي پي) وفاقي حکومت د ښې په كاركردګۍ په بنیاد د وزیراعظم معائنه کمیشن (پي ایم آئي سي) چیئرمین بریګډیډیئر (ر) مظفر علی رانجھا د ملازمت موده كښې د دوو كالو نوره پراختيا وكړه د كومې چې اسټیبلشمنټ ډویژن رسمي نوټیفکیشن هم جاري كړو ۔نوټیفکیشن تر مخه د بریګیډیئر (ر) مظفر علی رانجھا د چیئرمین وزیراعظم معائنه کمیشن کنټریکټ كښې د دوو كالو پراختيا به د …
د وزیراعظم معائنه کمیشن چیئرمین د ملازمت موده تر دوو كالو پراخه كړې شوه ، نوټیفکیشن جاري

مزید خبریں
اسلام آباد۔7جولائي (اے پي پي) وفاقي حکومت د ښې په كاركردګۍ په بنیاد د وزیراعظم معائنه کمیشن (پي ایم آئي سي) چیئرمین بریګډیډیئر (ر) مظفر علی رانجھا د ملازمت موده كښې د دوو كالو نوره پراختيا وكړه د كومې چې اسټیبلشمنټ ډویژن رسمي نوټیفکیشن هم جاري كړو ۔نوټیفکیشن تر مخه د بریګیډیئر (ر) مظفر علی رانجھا د چیئرمین وزیراعظم معائنه کمیشن کنټریکټ كښې د دوو كالو پراختيا به د جولائي 2026ء وړومبۍ نېټې نه نافذ وي۔ هغه به د تېرو شرائطو او ضابطو تر مخه تر راراوانو احکاماتو فرائض تر سره كوي ۔بریګیډیئر (ر) مظفر علی رانجھا په مشرۍ كښې د وزیراعظم معائنه کمیشن د خپلې مودې په مهال د وفاقي ادارو په کارکردګۍ كښې ښه والے راغلے او د هغې زړو پیښو مسائلو حل کولو لپاره يې ګڼ مهم او كوټلي سفارشات وړاندې كړي په كومو چې د وفاقي حکومت لخوا عملدرآمد روان دے ۔ دې كمېش وفاقي ادارو كښې د روانو مختلف ترقیاتي او اولسي منصوبو بشمول د نورو مهمو چارو په باریک بینۍ جاج اغستو سره وزیراعظم ته ګڼ تفصیلي رپورټس هم لېږلې دي ۔دغسې د وزیراعظم معائنه کمیشن په ښې کارکردګۍ، سپېځلتيا او د وفاقی ادارو د مانیټرنګ نظام لا مضبوطولو عزم تر مخه وفاقي حکومت د هغه د ملازمت موده كښې د پراختيا منظوري وركړې ده










