اسلام آباد07 جولائي (اے پي پي)د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق زيارت كښې د پوليس په پوسته د ترهه ګرۍ د بريد په سختو ټكو غندنې كولو سره د 9 پوليس اهلكارو په شهادت د غمرازۍ څرګندونه كړې ده ۔د نهې په ورځ په خپل بيان كښې ده شهيدو شوو پوليس اهلكارو ته د عقيدت پيرزوئنې وړاندې كولو سره ووئېل زيارت كښې د پوليس په پوسته د ترهه …
د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق زيارت كښې د پوليس په پوسته د ترهه ګرو د بريد غندنه وكړه ٬ د 9 پوليس اهلكارو په شهادت د غمرازۍ څرګندونه

مزید خبریں
اسلام آباد07 جولائي (اے پي پي)د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق زيارت كښې د پوليس په پوسته د ترهه ګرۍ د بريد په سختو ټكو غندنې كولو سره د 9 پوليس اهلكارو په شهادت د غمرازۍ څرګندونه كړې ده ۔د نهې په ورځ په خپل بيان كښې ده شهيدو شوو پوليس اهلكارو ته د عقيدت پيرزوئنې وړاندې كولو سره ووئېل زيارت كښې د پوليس په پوسته د ترهه ګرو بريد د هېواد دښمنه عناصرو ناوړه سازش دے٬ترهه ګر عناصر به پخپلو ناوړه عزائمو كښې چرې هم كاميابيدے نه شي۔ده ووئيل د شهيدانو قربانۍ د قام عزم لا قوي كوي٬د پوليس او امنيتي ادارو په بهادرۍ او پيشه وره صلاحيتونو ته ټول قام سلام كوي۔د قامي اسمبلۍ سپيكر په بريد كښې شهيدو شويو پوليس اهلكارو كورونيو سره د غم دړد او يو والي څرګندونه كولو سره ووئېل په هېواد كښې امن٬استحكام او د قانون بر لاسۍ په ضد سازش به ناكامولې شي۔دغسېد قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق شهيدو شوو پوليس اهلكارو لوړو درجو او د غم جنو كورنيو لپاره د زغم دعا وكړه۔









