د ملګرو ملتونو  چارټر او نړيوال قانون نر مخه د مصنوعي ځېركتيا  نظام به جوړولې او نافذولې شي ۔شزا فاطمه خواجه

  جنيوا 07 جولائي  (اے پي پي) د انفارمېشن ټيكنالوجي و ټيلي كميونيكيشن وفاقي وزيري شزا فاطمه خواجه وئيلي دي  د مصنوعي ځېركتيا نظام به د نړيوال قانون او ملګرو ملتونو چارټر مكمل پاسدارۍ تر مخه جوړولې او نافذولې شي دغسې شهري او سكيورټي دواړو څانګو كښې موثره انساني نګراني باوري كولو ته اړټيا ده۔د دې خيالاتو څرګندونه دې د ګلوبل ډائيلاګ آن آرټيفيشل انټيلي جنس ګورننس ترمخه محفوظ، محفوظ …

 

جنيوا 07 جولائي  (اے پي پي) د انفارمېشن ټيكنالوجي و ټيلي كميونيكيشن وفاقي وزيري شزا فاطمه خواجه وئيلي دي  د مصنوعي ځېركتيا نظام به د نړيوال قانون او ملګرو ملتونو چارټر مكمل پاسدارۍ تر مخه جوړولې او نافذولې شي دغسې شهري او سكيورټي دواړو څانګو كښې موثره انساني نګراني باوري كولو ته اړټيا ده۔د دې خيالاتو څرګندونه دې د ګلوبل ډائيلاګ آن آرټيفيشل انټيلي جنس ګورننس ترمخه محفوظ، محفوظ تر او د باور وړ مصنوعي ځېركتيا بيلو تګلارو كښې همغږي او د مطابقت په سرخط غونډي ته وينا كښې وكړه۔دې ووئيل د مصنوعي ځېركتيا محفوظ استعمال د ټولي نړۍ شريكه ګټه ده ،دغسې د دې حفاظتي اصول وضع كولو عمل بايد پاك، جامع او د ټولو هېوادونو په يو برابر نمائندګۍ اډانه وي۔شزا فاطمه ووئيل دا مهال د باور وړ اے آئي حفاظتي معيارات او  پيمانې د ځيني هېوادونو او لوئي ټيكنالوجي كمپنيو قامي فريم وركس د لارې ترتيب كيږي چې له امله ئې پرمختګ كوونكي هېوادونه د دې عمل څخه تر ډيره حده بهر پاتي شوي۔دي ووئيل تحفظ يواځې يو تكنيكي معامله نه بلكه د دې تعلق د ژبي ، كلتور او ځائې حقائق سره هم دے۔كه پرمختګ كوونكو هېوادونو شموليت نه غير معيارات خپل كړے شول نو اجتماعي اتفاقِ رائے په ځائے به په نورو مسلط كړي اصول رامخې ته شي۔

مزید خبریں