د وړوكي او مينځنۍ درجې كاروبار مرستې كولو لپاره د ټاسك فورس جوړولو اعلان

  اسلام آباد07  جولائي (اے پي پي)د خزانې او محصولات وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب د وړوكې او مينځنۍ درجې كاروبار ته مالي مرستې وركولو لپاره د ټاسك فورس جوړولو اعلان  سره وئېلي دي نجي څانګې ته د قرضونو وركولو كښې اضافې لپاره د بينكاري څانګې شريكو هڅو ته ضرورت دے٬حكومت مالياتي څانګه كښې اصلاحات او تل پاتې معاشي پرمختګ لپاره په پراخا تګلاره عمل كوي۔ده دا خبره د نهې …

 

اسلام آباد07  جولائي (اے پي پي)د خزانې او محصولات وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب د وړوكې او مينځنۍ درجې كاروبار ته مالي مرستې وركولو لپاره د ټاسك فورس جوړولو اعلان  سره وئېلي دي نجي څانګې ته د قرضونو وركولو كښې اضافې لپاره د بينكاري څانګې شريكو هڅو ته ضرورت دے٬حكومت مالياتي څانګه كښې اصلاحات او تل پاتې معاشي پرمختګ لپاره په پراخا تګلاره عمل كوي۔ده دا خبره د نهې په ورځ كراچۍ كښې راجوړ  پاكستان بينكنګ سمټ 2026 ته د خطاب كولو په مهال وكړه ۔د خزانې وفاقي وزير ووئيل  ټاسك فورس به د سټيټ بانك په مشرۍ كښې كار كوي چې پكښې به پاكستان بينكس ايسوسي ايشن٬سمال اينډ ميډيم انټر پرائزز ډويلپمنټ اتهارټي(سميډا)د ټول هېواد چيمبرز آف كامرس اينډ انډسټري او د خزانې وزارت اعلٰی نمائندګان شامل وي٬د دې مقصد ايس ايم ايز لپاره مالي معاونت ښه كول او بينكارۍ څانګه كښې تر قرضونو رسنې لا زياتولو وركولو لپاره  د عمل وړ سفارشات مرتب كول دي۔سينيټر محمد اورنګزيب ووئيل  د تل پاتې معاشي پرمختګ ترلاسه كولو لپاره د بينكارۍ څانګې كردار ډېر مهم دے۔د خزانې وزير ووئيل  د وړوكې او مينځنۍ درجې كاروبار٬برآمدات٬كركيلې ٬صنعت٬تعميرات٬هاؤسنګ او د انفارمېشن ټېكنالوجۍ څانګې له د پورونو وركولو كښې زياتوالے د وخت مهم ضرورت دے۔ده په دې خبره زور راوړو چې ايس ايم ايز ته مالي آسانۍ وركول يوازې د يو څو ادارو نه بلكې د ټولې بينكارې څانګې شريكه قامي ذمه واري پكار ده٬ د مالي كال 27-2026 وفاقي بجټ كښې د دې څانګو لپاره ضروري مالي وسائل وړاندې څخه مختص كړې شوي۔د خزانې وفاقي وزير د پاكستان د ښه معاشي صورتحال ذكر كولو سره ووئېل تېر مالي كال په قوي بنيادونو پاې ته رسېدلے۔د خزانې وفاقي وزير ووئيل حكومت  معاشي استحكام په برآمدات اډانه تل پاتې اقتصادي پرمختګ بدلولو لپاره ډهانچه جاتي اصلاحات او د پالېسو په تسلسل بشپړ عمل كوي۔ده ووئيل د مالي كال 27-2026 وفاقي بجټ كښې د ټيكس او مالياتي څانګې په اړه ګڼ شمېر مهم اقدامات معارفي كړې شوي دغسې چې د هېواد مسابقت زيات كړے شي٬د سرمايه كارۍ ډاډاګيرنه اوشي٬برآمد كوونكو٬زرعي او صنعتي څانګو ته آسانۍ ترلاسه شي او تنخواه دارې طبقې ته ريليف وركړی شي۔د خزانې وفاقي وزير د دې عزم پخلے وكړو چې حكومت د بينكاري څانګو او ټولو اړوندو شراكتدارو سره به نزدې مرسته روانه ساتي دغسې چې يو جديد٬جامع او قوي مالياتي نظام جوړ كړے شي كوم چې سرمايه كارۍ٬ د جديد كاروباري هلو ځلو او تل پاتې معاشي پرمختګ په وده كښې موثر كردار ادا كړي

مزید خبریں