اسلام آباد 07 جولائي (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي په زيارت كښې د هند سپانسرډ ترهه ګرو د بريد غندنې كولو سره پېښه كښې د شهيدو شوو 9 پوليس اهلكارو ته پيرزوئنې وړاندې كړې دي ،ده د كارروائي په مهال د 15 هندي سپانسرډ ترهه ګرو په وژلو د پوليس فورس مړانه او پيشه وره صلاحيتونه وستائيل۔خپل يو بيان كښې د كورنيو چارو وزير …
د كورنيو چارو وفاقي وزير په زيارت كښې د ترهه ګرۍ بريد غندنه وكړه، د 15 ترهه ګرو په وژلو پوليس فورس ته د پيرزوئنې

مزید خبریں
اسلام آباد 07 جولائي (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي په زيارت كښې د هند سپانسرډ ترهه ګرو د بريد غندنې كولو سره پېښه كښې د شهيدو شوو 9 پوليس اهلكارو ته پيرزوئنې وړاندې كړې دي ،ده د كارروائي په مهال د 15 هندي سپانسرډ ترهه ګرو په وژلو د پوليس فورس مړانه او پيشه وره صلاحيتونه وستائيل۔خپل يو بيان كښې د كورنيو چارو وزير د شهيدانو كورنيو سره د يووالي څركندوني سره د هغوي د زغم لپاره دعا اوكړه۔ محسن نقوي ووئيل د امن په خاطر د خپلو ځانونو قرباني وركوونكي شهيدان زمونږ وياړ دي او د هغوي ځانګړي قربانۍ چري هم هيرولې نشو۔ده ووئيل دښمن عناصر دې په دې خبره پوهه شي چې دا ډول ناوړه بريدونه هېواد كښې امن و امان ته زيان نه شي رسولې او د ترهه ګرۍ په ضد جنګ به منطقي انجام ته رسولې شي۔ده د هند سپانسرډ ترهه ګر انجام ته په رسولو پوليس ډلي ته پيرزوئنې وړاندې كړي۔محسن نقوي واضحه كړه چې پاكستانے قام او سكيورټي فورسز د هند سپانسرډ ترهه ګرو د اړخه امن ته د زيان رسولو هر سازش او ناوړه هڅي ناكامه كولو له لوظي دي۔










