اسلام آباد 07 جولائي (اے پي پي) د مذهبي چارو وزارت وئيلي دي پنځلسو ورځو كښې د رجسټرډ حج كوونكو شميره دوه نيمو لكهو څخه زياته شوه ، تيره ورځ 12 زره 880 حج كوونكو د كور څخه خپل حج رجسټريشن بشپړ كړو ۔د نهي په ورځ د مذهبي چارو وزارت وياند عمر بټ له مخې په حج پورټل يا موبائل ايپ’’پاك حج‘‘ د لارې د رجسټريشن عمل زيات …
پنځلس ورځو كښې د رجسټرډ حج كوونكو شميره دوه نيمو لكهو څخه زياته شوه ،تيره ورځ 12 زره 880 حج كوونكو د كور څخه د حج رجسټريشن مكمل كړو ۔ د مذهبي چارو وزارت وياند

مزید خبریں
اسلام آباد 07 جولائي (اے پي پي) د مذهبي چارو وزارت وئيلي دي پنځلسو ورځو كښې د رجسټرډ حج كوونكو شميره دوه نيمو لكهو څخه زياته شوه ، تيره ورځ 12 زره 880 حج كوونكو د كور څخه خپل حج رجسټريشن بشپړ كړو ۔د نهي په ورځ د مذهبي چارو وزارت وياند عمر بټ له مخې په حج پورټل يا موبائل ايپ’’پاك حج‘‘ د لارې د رجسټريشن عمل زيات آسان دے۔ دا د وزيراعظم ويژن له مخې د ډيجيټل پاكستان خوب پوره كيدو پلو مهم اقدام دے۔ د مذهبي چارو وزارت راروان پړاؤ كښې د حج واجبات هم آن لائن وصولولو عنديه څركنده كړې ۔ د نېشنل آئي ټي بورډ جوړ كړے حج مينجمنټ سسټم د حج كوونكو او وزارت ترمينځه د رابطې آسانه ذريعه ګرځېدلې۔ يو لكهه 87 زره كسانو د سركاري دغسې 63 زره د پرائيويټ حج سكيم انتخاب كړے۔ رجسټرډ حج كوونكو كښې 3 زره پي ايچ ډي، 45 زره ماسټرز او 60 زره پيچلرز تعليم لرونكې دي۔ 33 نه تر 44 كال حج كوونكو شميره 76 زره څخه زياته ده۔










