اسلام آباد 07 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د هېواد برآمدات زياتولو لپاره وړو او د مينځني درجې صنعتونو (ايس ايم ايز) له په پور وركولو كښې د سهوليات وركولو سپارښتنې سره وئيلي دي د اېس ايم ايز پرمختګ په لاره كښې ولاړ خنډان لرې كولو لپاره په هنګامي بنيادونو اقدامات ته اړتيا ده،سميډا دې د ځوانانو او ميرمنو انټرپرينيورز صنعتونو لګولو له مرسته وكړي۔د وزيراعظم …
د اېس ايم ايز پرمختګ په لاره كښې ولاړ خنډان لري كولو لپاره په هنګامي بنيادونو اقدامات ته اړتيا ده۔وزيراعظم غونډي ته وينا

مزید خبریں
اسلام آباد 07 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د هېواد برآمدات زياتولو لپاره وړو او د مينځني درجې صنعتونو (ايس ايم ايز) له په پور وركولو كښې د سهوليات وركولو سپارښتنې سره وئيلي دي د اېس ايم ايز پرمختګ په لاره كښې ولاړ خنډان لرې كولو لپاره په هنګامي بنيادونو اقدامات ته اړتيا ده،سميډا دې د ځوانانو او ميرمنو انټرپرينيورز صنعتونو لګولو له مرسته وكړي۔د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهي په ورځ د سميډا په اړه غونډي ته وينا كښې وكړه۔په غونډه كښې نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار، وفاقي وزير ډاكټر مصدق ملك، خاص مرستيال هارون اختر او اړوندو اعليٰ چارواكو ګډون وكړو دغسې د څلورو واړو صوبو چيف سيكرټريز او د محكمې پوهانو هم د ويډيو لنك د لارې په غونډه كښې ګډون وكړو۔غونډي ته د سميډا د اړخه د اېس ايم ايز سهولت لپاره په بيل اقدامات بريفنګ وركړے شو۔وزيراعظم سپارښتنه وكړه چې د ايس ايم ايز صنعتونو د كار استعداد زياتولو او په خاص توګه كروندګرو ته د تخمونو او ميوو پراسيسنګ لپاره خبرتيا او د پور وركولو په اړه دې سهولت وركړې شي،كمرشل بينكونه دې وړو او د مينځني درجې صنعتونو له پور وركولو په اړه د خصوصي پراډكټس جوړولو ډاډګيرنه وكړي،د وړو او مينځني درجې صنعتونو له فزيبلټي جوړولو او د نورو مراحلو نه تېرېدو له دې مرسته وكړې شي۔ وزيراعظم ووئيل د اېس اېم ايز پرمختګ په لاره كښې ولاړ خنډان لرې كولو لپاره دې په هنګامي بنيادونو اقدامات وكړے شي۔وزيراعظم د اېس ايم ايز پورونو ته رسني لپاره سټيټ بينك او د كمرشل بينكونو سره په ګډه د يوې كوټلي تګلارې جوړولو سپارښتنه وكړه۔غونډي ته ووئيل شول د پاكستان اېس ايم ايز تر نړيوالي منډۍ رسائۍ او برآمدات زياتولو لپاره سږ كال د 700 ايس ايم ايز په 16 ايونټس كښې ګډون باوري شوے،دې سره سره 35 ښارونو كښې اېس ايم ايز له مالي ضابطو او كاروبار په اړه تربيه وركړې شوې ۔په غونډه كښې د سميډا ترمخه په بيل اقدامات هم رڼا واچولې شوه۔










