اسلام آباد 07 جولائي (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د نشانِ حيدر ترلاسه كونكي بهادر سپاهي حوالدار لالك جان شهيد ته په شهادت پيرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي حوالدار لالك جان د هېواد دفاع لپاره د شجاعت او بهادرۍ ځانګړې تاريخ رقم كړے په كوم چې ټول قام وياړ لري۔خپل يو بيان كښې محسن نقوي د شهيد خذمات ستائيلو سره ووئيل د كارګل …
د كورنيو چارو وفاقي وزير حوالدار لالك جان په ته د شهادت په ورځ د عقيدت پيروزوئنې وړاندې كړې

مزید خبریں
اسلام آباد 07 جولائي (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د نشانِ حيدر ترلاسه كونكي بهادر سپاهي حوالدار لالك جان شهيد ته په شهادت پيرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي حوالدار لالك جان د هېواد دفاع لپاره د شجاعت او بهادرۍ ځانګړې تاريخ رقم كړے په كوم چې ټول قام وياړ لري۔خپل يو بيان كښې محسن نقوي د شهيد خذمات ستائيلو سره ووئيل د كارګل په سخت محاذ حوالدار لالك جان د خپل ځان په قرباني وركولو د دښمن ناوړه عزائم ناكامه كړي، وړاندې مورچو ته په رسيدو د دښمن په وړاندې اودريدونكې دې عظيم مجاهد د غير معمولي جرات او هېواد سره د ميني تر ټولو اعليٰ مثال جوړ كړے۔ده ووئيل د شهيد مرګ د قام ژوند دے، حوالدار لالك جان په شان اتلان عمر له زمونږ په زړونو كښې ژوندي دي۔د كورنيو چارو وزير په دې خبره زور راوړو چې حوالدار لالك جان او د هېواد نور شهيدان زمونږ شان او د پاكستان حقيقي محافظان دي،د هېواد په خاطر د خپلو ځانونو قرباني وركوونكو ځوانانو قربانۍ زمونږ قيمتي اثاثه ده، ده ووئېل د نشانِ حيدر دا عظيم وارث د پاكستان عسكري وقار، قامي خپلواكۍ او استحكام تابنده علامت دے۔محسن نقوي د حوالدار لالك جان شهيد او د هېواد ټولو شهيدانو كورنيو ته سلام وكړو










