اسلام آباد ۔7 جولائي (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهبازشريف حوالدار لالك جان ته د عقيدت پېرزوئنې وراندې كولو سره وئېلي دي قام به د شهدا قربانۍ كله هم هېرې نه كړي ۔ د نهې په ورځ د پي ايم آفس مېډيا ونګ نه جاري بيان تر مخه د حوالدار لالك جان شهيد نشان حېدر د شهادت ورځ په موقع خپل پېغام كښې وزيراعظظم ووئېل د كارګل په معركه كښې …
د وزيراعظم حوالدار لالك جان ته د شهادت په ورځ د عقيدت پېرزوئنې٬ قام به د شهدا قربانۍ كله هم هېرې نه كړي٬ شهباز شريف

مزید خبریں
اسلام آباد ۔7 جولائي (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهبازشريف حوالدار لالك جان ته د عقيدت پېرزوئنې وراندې كولو سره وئېلي دي قام به د شهدا قربانۍ كله هم هېرې نه كړي ۔ د نهې په ورځ د پي ايم آفس مېډيا ونګ نه جاري بيان تر مخه د حوالدار لالك جان شهيد نشان حېدر د شهادت ورځ په موقع خپل پېغام كښې وزيراعظظم ووئېل د كارګل په معركه كښې د حوالدار لالك جان شهيد شجاعت ٬ مړانه او د وطن دفاع لپاره وركړې عظيمه قرباني د ټول قام لپاره د وياړ باعث ده ۔ وزيراعظم ووئېل د سخت ژوبل كېدو باوجود د دښمن په وړاندې په نره اودرېدل د ځانګړې حب الوطنۍ ثبوت دے ۔ وزيراعظم ووئېل قام به كله هم د خپل دې فرزند او د ټولو شهدا قربانۍ كله هم هېرې نه كړي










